د کرنې وزارت مرستیال د صنعتي پارک د پرانیستې او له تولیدي فابریکو د لیدنې په موخه بلخ ته سفر وکړ

mail-admin
Sun, Sep 20 2026 10:50 AM
سفر معین وزارت زراعت به بلخ برای افتتاح پارک صنعتی و بازدید از فابریکه‌های تولیدی

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د یوه پلاوي په ترکیب کې، د بلخ ولایت د صنعتي پارک د پرانیستې او د یو شمېر نویو جوړو شویو او پخوانیو صنعتي فابریکو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال او ورسره مل پلاوي د بلخ د صنعتي پارک له بېلابېلو برخو او یو شمېر تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه او د دغو فابریکو فعالیتونه، د تولید کچه، شته امکانات او د صنعتکارانو ستونزې یې له نږدې و ارزولې.
مولوي صدراعظم عثماني د دغو لیدنو پر مهال د کورنیو صنعتونو پر پراختیا، د تولیداتو پر زیاتوالي، له شته ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د تولیدي فعالیتونو د ودې لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو ټینګار وکړ.
همدارنګه، د دغه سفر په ترڅ کې د نویو جوړو شویو او پخوانیو صنعتي فابریکو وضعیت وڅېړل شو او د فابریکو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، تولیداتو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي، چې د کورنیو صنعتونو پراختیا او د تولیداتو زیاتوالی په هېواد کې د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو له مهمو عواملو څخه بلل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS