د کندهار د کرنې ریاست د امارتي مځکو له اجارې څخه ۳.۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

mail-admin
Wed, Aug 26 2026 2:54 PM
د کندهار د کرنې ریاست د امارتي مځکو له اجارې څخه ۳.۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي د اجارې او پانګوني عمومي مدیریت له لوري په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کي ۸ زره ۵۴۰ جریبه امارتي مځکه د قانوني پروسې له مخي په اجاره ورکړل شوې ده، چي له دې درکه درې میلیونه او ۱۲۲ زره افغانۍ عواید راټول او د قانوني کړنلاري له مخي د اسلامي امارت ملي بودیجې ته سپارل شوي دي.
د اجارې او پانګوني عمومي مدیر، الحاج مولوي عبدالحي خالد، وایي چي یادې امارتي مځکي د کندهار ښار له ډنډ چوک څخه تر لښکرګاه دراهي، د هرات عمومي سړک، سپین بولدک عمومي سړک، کندهار ـ زابل عمومي سړک، کندهار ـ اروزګان عمومي سړک او همدارنګه هغه امارتي مځکي چي پخوا پکښي تاسیسات او ودانۍ جوړي شوي، لومړی تثبیت او تشخیص شوي او وروسته د قانوني پروسې له مخي په اجاره ورکړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چي یادې اجاره ورکړل شوي مځکي د سوداګرۍ، صنعت او کرنې په موخه عامو خلکو ته سپارل شوي دي. د ده په خبره، اوس مهال یو شمېر نورې امارتي مځکي د اجارې لپاره چمتو سوي او یو شمېر نورې تر کار او د اجارې تر پروسې لاندي دي، چي په راتلونکي کي به د شفافې او قانوني داوطلبۍ له لاري مستحقو کسانو او متشبثینو ته په اجاره ورکړل شي.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امارتي مځکو د تثبیت، ساتنې او له غصب څخه د مخنیوي په برخه کي جدي هڅې رواني دي، ترڅو دغه ملي شتمنۍ له غیرقانوني استفادې څخه خوندي او وروسته د نافذه قوانینو او قانوني داوطلبۍ له مخي د عامه استفادې، سوداګرۍ، صنعت او کرنې لپاره په اجاره ورکړل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS