د سړخونو د مېکانیزم مسودې د وروستي کولو په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
Mon, Aug 24 2026 5:38 PM
55555

۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د سړخونو د مېکانیزم د مسودې او ترې د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه د همغږۍ او تخنیکي غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د لوی رییس، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت د استازو، د پالیسۍ او سټراټیژۍ ریاست او د یاد وزارت د یو شمېر متخصصینو او سلاکارانو په شتون کې ترسره شوه.

دا غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ جوړه شوه.
د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سړخونو د مېکانیزم د مسودې د چمتو کولو له امله مننه وکړه او د هغې پر وروستي کولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي د ګومارل شوې کمېټې له غړو وغوښتل، چې د مېکانیزم د وروستي کولو بهیر د خپلو کارونو په لومړیتوب کې راولي او د تخنیکي او مسلکي نظرونو په کارولو سره، د یو اغېزمن او د پلي کېدو وړ مېکانیزم د جوړولو زمینه برابره کړي.
په دې غونډه کې، ګډونوالو د مېکانیزم د مسودې، تخنیکي اړخونو او اړینو همغږیو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د هغې د ښه‌والي او وروستي کولو لپاره یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS