د ملخانو یرغل د خوست کروندو ته زیان نه‌دی اړولی

content_admin
Wed, Feb 26 2020 9:15 AM
د ملخانو یرغل د خوست کروندو ته زیان نه‌دی اړولی

۶ کب ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په درېوو ولسوالیو کې د ملخانو له یرغل خبر ورکوي خو وایي، چې بومي الوتونکي، یخه هوا او لازمې ودې ته د کروندو نه رسېدل ددې لامل شوې، چې ملخان کروندوته زیان ونه رسوي.
د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وایي، چې پرون شاوخوا ۲ بجې له پاکستان څخه د غلام خان بندر له لارې ملخان خوست ته رادننه شوي او د نن سې شنبې تر غرمې مخکې ددې ولایت ګربز، تڼي او علي شیر ولسوالیو ته رسېدلي دي.
ښاغلی شاه نوري زیاتوي، تردې دمه دغه ملخان نه دي توانیدلي، چې د خوست کروندو ته زیان ورسوي. هغه وویل، ددې لپاره چې دغه ملخان بومي مرغانو په تېره بیا ابابیل او کارغانوته ښه خواړه دي نه دي توانیدلي، چې د ونو له ښاخونو ښکته پر کروندو یرغل وکړي. د خوست د کرنې رییس زیاته کړه، چې په خوست کې بومي مرغان ډېر دي که ملخان له ونو ښکته په کروندو یرغل وکړي نو ملخان به یې وخوري. ښاغلی شاه نوري وویل: «نېکمرغې مو په دې کې ده، کله چې ملخان د ونو له ښاخونو ښکته کیږي، بومي الوتونکي لکه ابابیل او کارغان یې ښکاروي او نه یې پرېږدي، چې زموږ کرنیزو فصلونو ته زیان ورسوي.»
حفیظ الله شاه نوري وویل، چې دغه ملخان تر ډېر د غنمو او شولو ساقې او وږې ته زیان رسوي. د هغه په خبره خوست کې د غنمو کروندې نوي شنې شوي او دغه راز دشولې کرکېله تر اوسه نه ده شوې. ښاغلی شاه نوري وویل، چې تر دې دمه د خوست ولایت کروندو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.
د خوست د کرنې رییس وویل، چې د خوست د کرنې ادارې کارکوونکي د سیمې د اوسیدونکو په همکارۍ د کروندو په درمل شېندلو بوخت دي او د کرنې وزارت له خو نن سیمې ته تخنیکي ټیمونه هم استول شوي دي.
حفیظ الله شاه نوري وویل، کوم ملخان چې پاکستان څخه خوست ولایت ته راغلي دي تر دې دمه نورو ولایتونو ته د خپل حرکت لورې نه دي تبدیل کړي خو د بومي الوتونکو د ښکار له امله یې شمېر نن کم شوي دي. ښاغلی شاه نوري وویل، چې په افغانستان کې د کرنیز فصل مناسب نه شتون او سړې هوا له امل پاکستان ته ددغو ملخانو د ورستنېدو اټکل ډېر دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دغو ملخانو سره د مقابلې په پار کافي درمل او پرسونل لري او خوست ولایت ته څو تخنیکي ټیمونه هم استول شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS