بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

mail-admin
Tue, Aug 18 2026 10:47 AM
پروژه بررسی و نمونه‌گیری خون از حیوانات برای تشخیص بیماری بروسلوز در بادغیس آغاز شد

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د دې ناروغۍ د سروې او له څارویو څخه د وینې د نمونو اخیستلو پروژه پیل شوه.
د یادې سروې په لړ کې ټاکل شوې چې د حیواني روغتیا د لسو  کلینیکونو له لارې له څارویو څخه له ۶۰ څخه زیات د وینې نمونې واخیستل شي. له اخیستل شویو نمونو څخه به سیروم جلا او د لابراتواري معایناتو او دقیق تشخیص په موخه د هېواد مرکز د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست ته واستول شي.
د دې پروژې موخه په بادغیس ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت د کچې معلومول، د ناروغۍ د خپرېدو احتمالي مواردو پېژندل او د حیواني ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره د کره معلوماتو برابرول دي.
یاد پروګرام د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د حیواني روغتیا برخې تر څارنې او کنټرول لاندې عملي کېږي او لګښتونه یې د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له بودجې څخه ورکول کېږي.
بروسلوز یوه ساري حیواني ناروغي ده، چې د څارویو د روغتیا ترڅنګ د مالدارۍ د تولید پر کچه هم منفي اغېز کولی شي. د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د ناروغۍ د موجودیت معلومول، پر وخت تشخیص او د لابراتواري ازموینو له لارې د مشکوکو مواردو تثبیت مهم ګڼل کېږي. په همدې موخه د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د وینې د نمونو اخیستلو او لابراتواري سروې دغه پروګرام پيل شوی، څو د ناروغۍ په اړه کره معلومات راټول او د کنټرول لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS