د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه
۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل او د یادې ادارې د فعالیتونو راپور یې واورېد.
په دې لیدنه کې د مالي، اداري او تدارکاتي برخو وضعیت، د عشر او زکات چارې، د مخابراتي انتنونو تثبیت او د اراضۍ برخه و ارزول شوه او د چارو پر ښه والي او د مسؤلیتونو پر اغېزمن ترسره کولو ټینګار وشو.
د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد هم د دې برخې د فعالیتونو او مسؤلیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د تخار د کرنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو له لوري یې د هغو پر تطبیق ټینګار وکړ.
په پای کې مولوي نورالدین عمیر له خلکو سره د تخار ولایت د مسؤلینو او کارکوونکو پر صادقانه همکارۍ او د هغوی د اړتیاوو او ستونزو پر رسېدنې ټینګار وکړ.
