کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

user-admin
Sat, Aug 15 2026 5:04 PM
مراسم برافراشتن بیرق در وزارت زراعت برگزار شد

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې ترسره شول.
 په دغو مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني او د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د وزارت د یو شمېر رییسانو او کارکوونکو په حضور کې د افغانستان اسلامي امارت بیرغ پورته کړ. مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې د آزادۍ او د کابل د فتحې لپاره د اسلامي امارت د مجاهدینو هڅې یادې کړې او دغه ورځ یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مهمو پېښو څخه وبلله.        د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان هم د دې ورځې د نمانځنې او د افغانستان اسلامي امارت د ارزښتونو او د هېواد د لاسته راوړنو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
 دغه مراسم د زمري د ۲۴مې، د کابل د فتحې د کلیزې د نمانځنې په موخه ترسره شول؛ هغه ورځ چې پنځه کاله وړاندې کابل د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغی او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د هغوی د متحدینو د حضور د پای ته رسېدو پيلامه وګرځېده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS