د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sun, Aug 09 2026 3:38 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د جوړېدو لپاره د ترسره کېدونکو چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د کرنې وزارت د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د کرنیزو څېړنو د انستیتیوت لوی رییس مولوي نصرالله طلحه، د غلو دانو رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین، د خصوصي سکټور د پراختیا رییس مولوي عبدالواحد شبیر او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو شمېر سلاکارانو د کرنې او مالدارۍ د مرستیال سره ملتیا کوله.
د دې لیدنې پر مهال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس حاجي خان‌محمد فروتن، د یادې خونې مرستیال حاجي میرویس حاجي‌زاده او د خونې یو شمېر غړو د کرنې او مالدارۍ له مرستیال څخه هرکلی وکړ او د نندارتون د چمتووالي د بهیر او اړوندو پروګرامونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، په دې لیدنه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ، د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د هرکلي او مېلمه‌پالنې او د نندارتون د جوړېدو لپاره د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو بازارموندنه، معرفي او صادرات، او همدارنګه بهرنیو بازارونو ته د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د رسېدو لپاره د زمینې برابرول دي. نوموړي زیاته کړه چې د دا ډول نندارتونونو جوړول کولی شي د بزګرانو او مالدارانو د کورنیو د ملاتړ په برخه کې اغېزمن تمام شي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو او تولیداتو د کورنیو او بهرنیو لیدونکو لپاره د معرفي او نندارې ښه فرصت دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري له ۲۰مې تر ۲۵مې نېټې پورې د کابل په حضوري چمن کې د نړۍوال نندارتون په محل کې جوړ شي، چې په ترڅ کې به یې د هېواد کرنیز او مالدارۍ محصولات او شتمنۍ په نږدې  زرو غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS