د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ
١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له سیمهییزو چارواکو او د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې لیدنې او خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فراه ولایت له مرستیال والي سره په لیدنه کې، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او په دغه ولایت کې د کرنې وزارت د فعالیتونو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه د سیمهییزو ادارو د همکارۍ د جلبولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د فراه ولایت د علماوو شورا له رییس سره هم وکتل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د فعالیتونو او پروګرامونو د ښه پرمخ وړلو په برخه کې د علماوو شورا د همکارۍ په اړه یې بحث او نظرونه سره شریک کړل.
مولوي نورالدین عمیر د خپل سفر په دوام کې د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رییس او کارکوونکو سره هم وکتل. په دې ناسته کې د کرنې وزارت پر وړاندې د ځینو ادارو او انفرادي اشخاصو د پورونو، د مخابراتي انتنونو د نصب لپاره د کارېدونکو ځمکو د وضعیت، د عشر او زکات د راټولولو د بهیر او د مالي او اداري چارو اړوندو نورو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه.
په دغو لیدنو کې د فعالیتونو د بهیر د ښه والي او په فراه ولایت کې د کرنیزو پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو په موخه د کرنې وزارت، سیمهییزو چارواکو او نورو اړوندو ادارو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وشو.
