کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Sun, Aug 09 2026 8:36 AM
کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ستر چکډېم جوړ او له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه چکډېم د جوړولو چارې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت په مستقیمه څارنه کې ترسره شوې دي.
دکندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي، چې یاد چکډېم د څلورو میاشتو په موده کې په معیاري او لوړ کیفیت جوړ شوی او د شاوخوا ۵۰ زره متره مکعب باراني اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
نوموړی زیاتوي، چې د دغه چکډېم په جوړېدو سره به د سیمې د خلکو د اوبو ستونزې تر یوه بریده راکمې شي او د باراني اوبو له ضایع کېدو څخه به مخنیوی وشي.
د چکډېمونو د جوړولو اساسي موخه د باراني اوبو مهار او زېرمه کول، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول، د سیلابونو د زیانونو کمول، د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو ته رسېدنه او د وچکالۍ د اغېزو پر وړاندې مبارزه ده.
د کندهار د کرنې ریاست په وینا، د اوبو د مدیریت او د قدرتي سرچینو د ساتنې په برخه کې د ورته پروژو پلي کول کولی شي د کرنیزو ځمکو د اوبو رسونې په پیاوړتیا او د سیمې د خلکو د معیشت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
دا چکډېم په داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې دوه اوونۍ وړاندې د کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی کې هم د نږدې ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه بل چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یادو پروژو موخه د باراني اوبو اغېزمن مدیریت، د اوبو زېرمه کول او د سیلابونو او وچکالۍ له زیانونو سره د مبارزې پیاوړتیا ده.


در کندهار یک چک‌دیم به ارزش ۶ میلیون افغانی ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد
۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
یک چک‌دیم بزرگ به ارزش ۶ میلیون افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در منطقه باغ عمری ولسوالی ژیری ولایت کندهار ساخته و پس از تکمیل کار، به بهره‌برداری سپرده شد.
کار ساخت این چک‌دیم تحت رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار و با نظارت مستقیم آمریت منابع طبیعی انجام شده است.
انجنیر نورمحمد همکار، از آمرین منابع طبیعی ریاست زراعت کندهار، می‌گوید که این چک‌دیم در مدت چهار ماه با معیارهای معیاری و کیفیت بلند ساخته شده و ظرفیت ذخیره حدود ۵۰ هزار مترمکعب آب باران را دارد.
وی می‌افزاید که با ساخت این چک‌دیم، مشکلات آب باشندگان منطقه تا اندازه‌ای کاهش یافته و از ضایع‌شدن آب‌های باران جلوگیری خواهد شد.
هدف اساسی از ساخت چک‌دیم‌ها، مهار و ذخیره آب‌های باران، بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی، کاهش خسارات ناشی از سیلاب‌ها، رسیدگی به مشکلات آب کشاورزان و مالداران و مبارزه با پیامدهای خشکسالی است.
به گفته ریاست زراعت کندهار، تطبیق پروژه‌های مشابه در بخش مدیریت آب و حفاظت از منابع طبیعی می‌تواند در تقویت آبرسانی به زمین‌های زراعتی و بهبود معیشت باشندگان منطقه نقش مهمی داشته باشد.
این چک‌دیم در حالی به بهره‌برداری سپرده می‌شود که دو هفته پیش، کار ساخت یک چک‌دیم دیگر به ارزش نزدیک به ۵۰۰ هزار دالر امریکایی در ولسوالی پایین شاولیکوت کندهار نیز آغاز شده است. هدف از این پروژه‌ها، مدیریت مؤثر آب‌های باران، ذخیره آب و تقویت مبارزه با خسارات ناشی از سیلاب‌ها و خشکسالی عنوان شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS