د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

mail-admin
Thu, Aug 06 2026 12:48 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست څخه ليدنه وکړه او د ياد رياست فعاليتونه او کړنې يې د مالي، اداري، تدارکاتو، عشر او زکات، د مخابراتي انتنونو د تثبيت او ځمکو چارو په برخو کې وارزولې.
 د دې ليدنې پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد هم د عشر او زکات د راټولولو د فعاليتونو او بهير په اړه معلومات وړاندې کړل. مولوي نورالدين عمير خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو د ټينګار ترڅنګ، د اروزګان د کرنې رياست له مسؤلينو او کارکوونکو وغوښتل، چې د لا زياتې همکارۍ، همغږۍ او هڅو له لارې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د اداري او خدماتي چارو د ښه والي لپاره خپلې دندې په اغېزمنه توګه ترسره کړي. 
همدارنګه، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت له مقام سره هم وکتل. په دې کتنه کې د اروزګان ولايت مرستيال والي د کرنې وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له ياد وزارت سره يې د سيمه‌ييزې ادارې پر هر اړخيزې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ.


معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت اروزگان بازدید کرد
۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر کاری خود به ولایت اروزگان از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و فعالیت‌ها و عملکرد این ریاست را در بخش‌های مالی، اداری، تدارکات، عشر و زکات، تثبیت آنتن‌های مخابراتی و امور اراضی مورد ارزیابی قرار داد.
در این بازدید،  مولوی ندا محمد عابد رئیس عمومی عشر و زکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  نیز پیرامون فعالیت‌ها و روند جمع‌آوری عشر و زکات معلومات ارائه کرد.
مولوی نورالدین عمیر ضمن تأکید بر ارائه خدمات بهتر به شهروندان، از مسئولان و کارمندان ریاست زراعت اروزگان خواست تا با همکاری، هماهنگی و تلاش بیشتر، در راستای رسیدگی به مشکلات مردم و بهبود امور اداری و خدماتی، مسئولیت‌های خویش را به‌گونه مؤثر انجام دهند.
همچنان، معین مالی و اداری وزارت زراعت با مقام ولایت اروزگان دیدار کرد. در این دیدار، معاون والی اروزگان ضمن استقبال از هیئت وزارت زراعت، بر همکاری و هماهنگی همه‌جانبه اداره محلی با این وزارت تأکید کرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS