کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

mail-admin
Sat, Aug 01 2026 9:21 AM
کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د یاد وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د مالیې وزارت یو شمېر رییسانو او د ننګرهار کانال امارتي شرکت مسؤلینو ګډون کړی و.
د غونډې په ترڅ کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت چارواکو د ۱۴۰۵ کال د ترسره شویو فعالیتونو، راتلونکو پلانونو او د روانو پروژو د پلي کېدو بهیر په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
همداراز، ګډونوالو د ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د پروژو د پلي کېدو د بهیر د چټکتیا او د چارو د اغېزمن پرمخ وړلو لپاره د مسلکي او وړ کسانو د ګومارنې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
 په پای کې د شرکت د پروګرامونو د اغېزمن تطبیق لپاره د همغږۍ پر پیاوړتیا او د تخصصي ظرفیتونو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وشو.


جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی کانال ننگرهار در وزارت زراعت برگزار شد
۱۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی کانال ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور اعضای هیئت در مقر وزارت زراعت برگزار شد.
در این نشست مولوی احمدالله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، دکتور عبدالطیف نظری معین وزارت اقتصاد، شماری از رؤسای وزارت مالیه و مسئولان شرکت امارتی کانال ننگرهار حضور داشتند که مسئولان شرکت امارتی کانال ننگرهار گزارش فعالیت‌های انجام‌شده در سال ۱۴۰۵، پلان‌های آینده و روند تطبیق پروژه‌های جاری را ارائه کردند.
همچنین، اشتراک‌کنندگان در مورد هماهنگی بهتر میان ادارات، تسریع روند اجرای پروژه‌ها و استخدام افراد مسلکی برای پیشبرد مؤثر فعالیت‌ها بحث و تبادل نظر کرده و بر تقویت هماهنگی و استفاده از ظرفیت‌های تخصصی در تطبیق برنامه‌های شرکت تأکید کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS