د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د چارو ادارې د پالیسۍ او ستراتیژۍ له رییس سره وکتل

mail-admin
Tue, Jul 28 2026 8:36 AM
دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با رئیس پالیسی و استراتیژی اداره امور

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د چارو ادارې د پالیسۍ او ستراتیژۍ له رییس عبدالواحد عثماني سره په کتنه کې د کرنې سکټور د پالیسۍ د وروستي کولو او منظورۍ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
دغه لیدنه د همغږۍ او تخنیکي غونډې په چوکاټ کې د کرنې وزارت د سلاکارانو او د چارو ادارې د کارپوهانو په ګډون ترسره شوه. مولوي عبدالعلي عمري د کرنې سکټور د پالیسۍ د جوړولو په بهیر کې د چارو ادارې له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دې سند د ژر تر ژره منظورۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او هغه یې د هېواد د کرنې سکټور د پراختیا او پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
په همدې حال کې، د چارو ادارې د پالیسۍ او ستراتیژۍ رییس عبدالواحد عثماني د کرنې سکټور د پالیسۍ په چمتو کولو او ترتیب کې د کرنې وزارت له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې سکټور پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او د چارو اداره به هم د دغه بهیر د لا ښه پرمخ بېولو لپاره خپلې اړینې همکارۍ دوامدارې وساتي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د افغانستان د کرنې سکټور د لا غوره پراختیا په موخه د همغږۍ پر دوام، ګډو همکاریو او د چارو د اجرایي بهیر پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS