د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

mail-admin
Mon, Jul 27 2026 3:45 PM
5

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د یادې شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د رهبرۍ شورا غړو او د صندوق مسؤلینو په ګډون ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د صندوق د مالي سرچینو د پانګونې څرنګوالي او د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د صندوق د اضافي پانګې د ټاکل شویو موخو له مخې پانګونه، کرنیزو او مالدارۍ پروژو ته لومړیتوب ورکول، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس فابریکو د جوړېدو ملاتړ، د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د زمینې برابرول او د صندوق اړوند نور مهم موضوعات وڅېړل شول.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، د صندوق د پانګې د امانتدارانه مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، پانګونې باید په بشپړ دقت، لیر لید او د معیاري مالي محاسبو پر بنسټ ترسره شي، ترڅو د صندوق پانګه هم خوندي او زیاته شي او هم د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور د دوامدارې ودې او پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې یوه غیربانکي مالي اداره ده، چې د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا په موخه له بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او متشبثینو څخه ملاتړ کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS