د افغانستان د کرنې وزیر د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

mail-admin
Mon, Jul 27 2026 8:25 AM
دیدار وزیر زراعت افغانستان با معاون صدراعظم اوزبیکستان

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجه‌یف، سره، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی، د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء په دفتر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې کتنه کې، چې د ازبیکستان جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر هم ګډون درلود، دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د شته فرصتونو، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او په یادو برخو کې د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
مولوي عطاءالله عمري په دې غونډه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې شته ظرفیتونه او فرصتونه تشریح کړل او د ازبیکستان د حکومت له مسؤلینو او د خصوصي سکټور له استازو یې وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او په دغو برخو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې، د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د کرنې او کرنیزو ماشین‌آلاتو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او ویې ویل، هېواد یې د افغانستان کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول پنبې، کچالو او نورو کرنیزو تولیداتو ته اړتیا لري او چمتو دی چې د تولید د پراختیا، پروسس او له افغانستان سره د ګډو همکاریو په برخه کې کار وکړي.
د غونډې په پای کې، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د مطرح شویو ژمنو او توافقاتو د ارزونې او عملي کولو لپاره به یو ګډ تخنیکي ټیم جوړېږي، څو د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو بهیر په اغېزمنه توګه پر مخ ولاړ شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS