د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

mail-admin
Tue, Jul 21 2026 11:50 AM
د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی ۱۷ بې وزله او اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، وویل چې دغه پروګرام د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د هغوی د کورنیو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه عملي شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د چپرهار ولسوالی ترڅنګ به په کوټ او روداتو ولسوالیو کې هم لسګونو نورو بې وزله کورنیو ته ورته مرستې، په ځانګړي ډول خوسکۍ، ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې، د دغو کورنیو د مالدارۍ د ودې او د څارویو د مناسبې ساتنې په موخه د جوارو او شفتلې تخمونه، کیمیاوي سرې او یو شمېر کرنیز وسایل هم ورکړل شوي وو.
د ډاکار مؤسسې سیمه ییز مسؤل، انجینر جواد رفیقي، د ننګرهار د کرنې ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د پروژو په بریالي تطبیق کې د یاد ریاست همکاري د ستاینې وړ ده.
هغه څرګنده کړه، چې د خوسکیو د وېش اساسي موخه د بې وزله کورنیو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او په سیمه کې د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
ښاغلي رفیقي همدارنګه زیاته کړه، چې تېر کال هم د ډاکار مؤسسې له لوري په ننګرهار ولایت کې سلګونو بې وزله کورنیو ته د خوسکیو مرستې ترسره شوې وې، چې د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د مالدارۍ د ودې په برخه کې یې مثبتې پایلې لرلې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS