د غزني دهیک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر
۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو ولایتي چارواکو یې ملتیا کوله د غزني ولایت دهیک ولسوالی ته سفر ترسره کړ.
د دغه سفر په ترڅ کې، یاد پلاوي د دهیک ولسوالی له مشرانو، مخورو او اوسېدونکو سره ګډه غونډه ترسره کړه او د سیمې د ستونزو، پرمختیایي اړتیاوو او د کرنې اړوند موضوعاتو په اړه یې د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.
په غونډه کې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب، د امارتي ځمکو د اجارې په اړه د غزني ولایت والي ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د اړوندو سیمو او ځمکو په اړه یې مفصل وضاحت ورکړ. نوموړي وویل، چې د امارتي ځمکو منظم مدیریت او قانوني اجاره ورکول د کرنیز سکتور د پیاوړتیا او اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
همدارنګه، د غزني ولایت والي د ولسي ستونزو د حل، د عامه خدمتونو د ښه والي او د کرنیزو پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او دوامداره هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دغه سفر د ولایتي ادارې او ولس ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ولسي ستونزو د نږدې ارزونې او د پراختیایي چارو د چټکتیا په موخه ترسره شو.
