د لغمان په الیشنګ ولسوالی کې د ځنګلونو د حاصلاتو د لس سلنه محصول د ورکړې په موخه د عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

mail-admin
Mon, Jul 20 2026 3:35 PM
د لغمان په الیشنګ ولسوالی کې د ځنګلونو د حاصلاتو د لس سلنه محصول د ورکړې په موخه د عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي زېرمو آمر، مولوي ګل رسول زبیر، په مشرۍ یو پلاوي، چې د چهارمغزو، جلغوزیو او بیرې ځنګلونو د پراختیا لوی مدیر انجنیر دادمیر تلاش، انجنیر حکمت الله همت د ډیزاین او براورد مدیر او د الیشنګ ولسوالۍ د ځنګلونو او څړځایونو مدیر اظهارالله یې ملتیا کوله، الیشنګ ولسوالی ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې پلاوي د الیشنګ ولسوالی د میل، ګهنه پال، ماسموت، پوهین او یو شمېر نورو سیمو له قومي مشرانو او د جلغوزیو له سوداګرو سره جلا جلا عامه پوهاوي ناستې ترسره کړې.
د دغو ناستو موخه د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې ارزښت روښانه کول او د جلغوزیو د حاصلاتو د قانوني لس سلنه محصول د راټولولو په برخه کې د ولسونو همکاري ترلاسه کول وو.
په ناستو کې د قدرتي زېرمو آمر د ځنګلونو د تولیدي، اقتصادي او محافظوي ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو یې وغوښتل چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره جدي پاملرنه وکړي او هیچا ته اجازه ور نه کړي چې دغه ملي او طبیعي شتمني زیانمنه یا تخریب کړي.
همدارنګه، نوموړي د جلغوزیو د لس سلنه محصول د راټولولو په بهیر کې د ولسونو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د همدې عوایدو له لارې به د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا چارې لا پیاوړې شي.
په پای کې د سیمې قومي مشرانو او د جلغوزیو سوداګرو د ځنګلونو د ساتنې او د جلغوزیو د لس سلنه محصول د ورکړې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS