د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Sun, Jul 19 2026 3:58 PM
رئیس جدید ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت معرفی شد

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د لوی رییس په توګه وټاکل شو او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د نوموړي د معرفۍ مراسم د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د لوی ریاست په تالار کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د مرکزي ریاستونو د یو شمېر رییسانو او د یاد ریاست د کارکوونکو په حضور کې ترسره شول.
مولوي نورالدین عمیر په دې مراسمو کې د اداري سلسلې د مراعاتولو، د همغږۍ د پیاوړتیا او د افغانستان اسلامي امارت د نظام د اصولو په چوکاټ کې د مسؤلیتونو د ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د پخواني لوی رییس مولوي عبدالغفور د خدمتونو او کړنو ستاینه وکړه او مولوي عبدالعلي عمري ته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
په دغو مراسمو کې مولوي عبدالعلي عمري هم د اسلامي امارت د مشرتابه او د کرنې وزارت له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مسؤلینو او کارکوونکو په همکارۍ به د کرنې وزارت د پلان جوړونې، همغږۍ او د پروګرامونو د اغېزمن پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالغفور په دې وروستیو کې د کرنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د رییس په توګه ټاکل شوی دی. همدارنګه مولوي عبدالعلي عمري تر دې وړاندې د کرنې وزارت د استملاک او بیا مېشتېدو د لوی رییس په توګه دنده ترسره کوله.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS