د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټيکا مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sun, Jul 19 2026 8:46 AM
معین زراعت و مالداری با مسئولان مؤسسه تیکا دیدار کرد

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټيکا) له رییس میکاییل تشدیمیر او د یادې ادارې له یو شمېر مسئولینو سره وکتل او د کرنې په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوي صدراعظم عثماني د کرنې په سکټور کې د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ، د پراختیایي پروګرامونو په پلي کولو کې یې د ټيکا مؤسسې د رول ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ټيکا او د «آی.اچ.اچ» مؤسسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده او د کرنې وزارت غواړي، چې دغه همکارۍ لا پراخې او د هېواد په کچه کرنیز فعالیتونه نور هم زیات شي.
له بلې خوا، د ټيکا مؤسسې رییس میکاییل تشدیمیر د خپلې ادارې د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او ویې ویل، چې د غنمو د پنځو ورایټیو د تخمونو په اړه ترسره شوې څېړنې ښې او مطلوبې پایلې لرلې دي، او دا مؤسسه به د شنوخونو د جوړولو ترڅنګ د کرنې په برخه کې خپلو پروګرامونو ته دوام ورکړي.
د دې کتنې په پای کې دواړو لورو د کرنې د ودې، د تولیدي ظرفیتونو د لوړولو او د افغانستان د بزګرانو د ملاتړ په موخه د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټيکا) په وروستیو کلونو کې د افغانستان په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د کرنې په برخه کې ګڼې پروژې پلې کړې دي، چې له هغې ډلې د مېوه لرونکو نیالګیو وېش، د شنوخونو جوړول، د روزنیزو پروګرامونو پلي کول او د کرنې اړوندو مرکزونو تجهیز کول یادولی شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS