مولوي عبدالجبار خالد د کرنې وزارت  د استملاک او بیا مېشتېدنې د رییس په توګه معرفي شو

mail-admin
Sat, Jul 18 2026 3:33 PM

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي عبدالجبار خالد د لومړي بست په کچه د دغه وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بیا مېشتېدنې د رییس په توګه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې معرفي شو.
د معرفۍ دغه مراسم د اراضۍ ریاست په عمومي تالار کې ترسره شول، چې د یاد ریاست مسؤلینو، آمرینو او کارکوونکو پکې ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د اراضۍ ریاست د ځمکو د اجارې رییس او د ریاست سرپرست، مولوي حضرت محمد طیب، وینا وکړه. نوموړي د اسلامي امارت په ادارو کې د بدلون او تبدیل اصل ته په اشارې وویل، چې ټاکنې او بدلونونه د ادارو د لا اغېزمن فعالیت، د چارو د ښه تنظیم او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره ترسره کېږي.
مولوي حضرت محمد طیب، مولوي عبدالجبار خالد ته د نوي مسؤلیت د مبارکۍ ترڅنګ د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د استملاک او بیا مېشتېدنې د ریاست له پخواني رییس، مولوي عبدالعلي عمري، څخه یې د خپلې دندې پر مهال د ترسره شویو خدمتونو، هڅو او ژمنتیا له امله مننه او قدرداني وکړه.
ورپسې د استملاک او بیا مېشتېدنې پخواني رییس، مولوي عبدالعلي عمري، هم وینا وکړه او د خپلې دندې د مودې تجربې یې له ګډونوالو سره شریکې کړې. نوموړي د نوي رییس د بریا دعا وکړه او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، چې د ادارې د لا ښه پرمختګ او د سپارل شویو دندو د اغېزمن ترسره کولو لپاره له نوي مسؤول سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په پای کې، مولوي عبدالجبار خالد د ټاکنې له امله د اسلامي امارت له رهبرۍ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د اسلامي اصولو، نافذه قوانینو او اداري مقرراتو په چوکاټ کې به د همغږۍ، روڼتیا او مسؤلیت‌پالنې پر بنسټ خپلې دندې ترسره کړي او د استملاک او بیا مېشتېدنې د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS