د کرنې وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د سړو خونو د جوړولو، بیارغونې او اغېزمنې استفادې میکانیزم وڅېړه

mail-admin
Sat, Jul 18 2026 2:30 PM
وزارت زراعت میکانیزم ایجاد، احیا و استفاده مؤثر از سردخانه‌های محصولات زراعتی و حیوانی را بررسی کرد

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس، مولوي احمدالله اتل، په مشرۍ په یوې غونډه کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د سړو خونو د جوړولو، بیارغونې او اغېزمنې استفادې میکانیزم د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو په حضور کې وڅېړل شو.
په دې غونډه کې، چې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، عدلیې، اقتصاد وزارتونو، د ملي پراختیا شرکت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کرنې وزارت د یو شمېر تخنیکي ریاستونو استازو ګډون کړی و، د سړو خونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي، د ساتنې د ظرفیت د لوړولو او د دغو تاسیساتو د مدیریت د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د چمتو شوي میکانیزم له مخې، وړاندیز شوی چې غیر فعالې سړې خونې له ارزونې وروسته بېرته ورغول او فعالې شي، د نوو سړو خونو د جوړولو اړتیاوې د تخنیکي مطالعاتو او د کرنیزو تولیداتو د کچې پر بنسټ وټاکل شي، او د دغو مرکزونو د اغېزمن مدیریت او ګټې اخیستنې لپاره د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور ونډه لا پیاوړې شي.
همدارنګه، د سړو خونو د څارنې، ارزونې او معلوماتو د ثبت لپاره د منظم سیستم پر رامنځته کولو، د اړوندو کړنلارو پر جوړولو، د خصوصي سکټور د پانګونې پر هڅونې او د دې پروګرام د معیاري پلي کېدو لپاره د لازمې زمینې پر برابرولو ټینګار وشو.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د مطرح شویو وړاندیزونو او نظریاتو له وروستي راټولولو او ترتیب وروسته، د راتلونکو اجراآتو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ ته وړاندې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS