بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

mail-admin
Thu, Jul 16 2026 12:39 PM
کشت آفتابگردان در ۳۰۰ هکتار زمین در بلخ؛ پیش‌بینی می‌شود حدود ۶۰۰ تُن حاصل به دست آید

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله شوې، چې د اټکلونو له مخې به ترې شاوخوا ۶۰۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د مسؤلینو په وینا، تمه ده چې له هر هکټار کرنیزې ځمکې څخه نږدې ۲ مټریک ټنه د لمرګل تخم ترلاسه شي، چې دا به د بزګرانو د عاید په لوړولو او د ولایت د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.
لمرګل د لوړ اقتصادي ارزښت لرونکو صنعتي نباتاتو له ډلې څخه شمېرل کېږي، چې د نباتي غوړیو، کنجاړې او نورو صنعتي محصولاتو په تولید کې ترې پراخه ګټه اخیستل کېږي. د دې نبات کرکېله د کرنیزو محصولاتو د تنوع، د بزګرانو د عاید د زیاتوالي، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د خوراکي غوړیو د تولید د لوړولو او د وارداتي غوړیو پر ځای د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د لمرګل د کرکېلې د لا پراختیا، د اصلاح شویو او لوړحاصلاتو تخمونو د ترویج، بزګرانو ته د مسلکي او تخنیکي روزنو د برابرولو او د کرنیزو خدمتونو د پراختیا په برخه کې خپلې هڅې دوامداره ساتي، ترڅو د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه، د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه او د هېواد د خوراکي او صنعتي محصولاتو په ځان بسیا کېدو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو محصولاتو د تنوع، د صنعتي نباتاتو د کرکېلې د پراختیا او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د لوړ اقتصادي ارزښت لرونکو نباتاتو د ترویج لپاره خپلې برنامې پراخې کړې دي. لمرګل د هغو مهمو صنعتي نباتاتو له ډلې څخه دی چې د نباتي غوړیو او کنجاړې په تولید کې مهم رول لري او کرکېله یې د هېواد د خوراکي غوړیو د کورني تولید د زیاتوالي او د وارداتو د کموالي لپاره ځانګړی ارزښت لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS