د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له مشرې سره وکتل

mail-admin
Wed, Jul 15 2026 1:35 PM
دیدار وزیر زراعت با رییس دفتر خدمات پروژه‌ای سازمان ملل متحد در افغانستان

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یوان‌اوپي‌اس» له مشرې سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو سره د سمون او د اوبو د سرچینو د مدیریت اړوندو پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
مولوي عطاءالله عمري په دې لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د اوبو د مدیریت او د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره شویو هڅو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د اقلیمي بدلونونو سره د سمون پروژې باید د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ او د هېواد د موجودو اړتیاوو له مخې پلي شي. نوموړي همداراز د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر ترمنځ د ګډې همکارۍ او د پروژو د معیاري پلي کېدو غوښتنه وکړه، څو د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شوې اوبو کمښت په راکمولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر مشرې، د خپلې ادارې د پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې به د ازمایښتي پروګرام په توګه د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۰ چکډېمونه جوړ شي، ترڅو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سمون او د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت په برخه کې مثبتې پایلې ولري. هغې زیاته کړه، چې دغه پروژې به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نږدې همغږۍ او همکارۍ پلي کېږي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر د متخصصینو څخه به یو ګډ تخنیکي ټیم جوړېږي، چې د سروې له پړاو څخه تر عملي تطبیق پورې به د پروژې ټولې چارې په ګډه پرمخ وړي.
د یادونې وړ ده، چې اقلیمي بدلونونه او د اوبو د سرچینو کمښت د افغانستان له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نړۍوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ د اوبو د مدیریت، د ټولنو د مقاومت لوړولو او د اقلیمي بدلونونو سره د سمون د پروژو د پلي کولو لپاره بېلابېل پروګرامونه تر کار لاندې لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS