د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

mail-admin
Mon, Jul 13 2026 8:18 AM
د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د  ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي، ځنګلي او نیمه ځنګلي بوټو د پرېکولو او ناقانونه انتقال مخنیوي په موخه پراخ ګرځنده کمپاینونه ترسره کړل.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره سوه ترڅو د سیمې اوسیدونکي د قدرتي شتمنیو په ارزښت پوه سي او په ساتنه کې یې جدي ونډه واخلي. مسؤلینو وویل، چې هېڅ ډول زیانمن فعالیت ته به اجازه ورکوي او په دې برخه کې به لا زیات اقدامات ترسره کړي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایی، چې  خلک دې د ملي شتمنیو د زیانمن کولو څخه ډډه وکړي، او هر څوک باید د ملي شتمني په ساتنه کي خپل مسؤلیت اداء کړي. او هغه کسان چې ملي شتمني زیانمنوي او سرغړونه کوي قضایي او عدليي ارګانونو ته به و سپارل شي. 
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار د کرنې ریاست د ملي شتمنیو ساتني او قدرتي ځنګلونو، ریګي بوټو او نباتاتو د ناقانونه انتقال په موخه ګرځنده کمپاینونه زیات کړي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS