لغمان کې ۵۰ بزګران د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونو او کیمیاوي سرو له مرستو برخمن شول

mail-admin
Sun, Jul 12 2026 4:34 PM
لغمان کې ۵۰ بزګران د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونو او کیمیاوي سرو له مرستو برخمن شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، ۵۰ تنو مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونه، کیمیاوي سرې او عضوي سره ووېشل شوه.
دغه پروګرام د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د مهترلام ښار په مرکز کې عملي شو.
یادې مرستې د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رییس مولوي سلیمان ایمن د لارښوونې پر بنسټ، د کرنیزو چارو آمر بریالي همدرد، د اقتصاد ریاست د استازي او د اکشن ایډ مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې مستحقو بزګرانو ته ووېشل شوې.
د دې پروګرام له مخې، هر بزګر ته ۸ کیلوګرامه اصلاح شوی د مۍ (ماش) تخم، ۱۵ کیلوګرامه سپینه سره او ۱۵ کیلوګرامه توره سره ورکړل شوه. سربېره پر دې، د یادو ۵۰ بزګرانو له ډلې څخه ۱۰ تنو ته ۲۰۰ کیلوګرامه کمپوسټ (عضوي سره) هم ووېشل شوه، څو د خاورې حاصلخېزي لوړه او د کرنیزو محصولاتو کیفیت لا ښه شي.
د لغمان د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د دې پروګرام اساسي موخه د اړمنو بزګرانو ملاتړ، د مۍ (ماش) د کرکېلې دودول او پراخول، د کرنیزو حاصلاتو زیاتول، د بزګرانو د عاید لوړول، د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا او د کرنې سکتور د ودې لپاره د مناسبو فرصتونو برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ملاتړ او د هېواد د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په موخه، د نړیوالو همکارو بنسټونو په همغږۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو، سرو او نورو کرنیزو توکو د وېش، تخنیکي روزنو او ترویجي خدمتونو لړۍ روانه ساتلې، چې موخه یې د کرنیز سکتور پیاوړتیا او د هېواد د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS