ننګرهار کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته ووېشل شوه

mail-admin
Sun, Jul 12 2026 2:19 PM
ننګرهار کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته ووېشل شوه

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د نښځو نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو صندوق په مالي او د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ «امید» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دجلال آباد ښار اتمه ناحیه کې ١٥ بېوزله، تازه راستنو شوو او داخلي بي ځایه شوو کورنیو سره دهګیو چرګانو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، د مرستو د وېش پر مهال وویل، د دې پروګرام موخه د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، اقتصادي پیاوړتیا او د دوامدارو عایداتي سرچینو رامنځته کول دي. د نوموړي په وینا، د پروژې له مخې هرې مستحقې کورنۍ ته ۳۰ قطعې هګۍ اچوونکي چرګان ورکړل شول، څو د کورنیو د خوړو خوندیتوب پیاوړی او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.
هغه زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د همدې پروژې له لارې یادو کورنیو ته د چرګانو د روزنې اړین وسایل او توکي وېشل شوي وو، چې په کې د چرګانو دانه، کړکۍ، ګاډر، د دانو او اوبو لوښي شامل وو، ترڅو د چرګانو د سالمې پالنې او روزنې لپاره مناسب شرایط برابر شي.
د چارواکو په خبره دغه ډول پروګرامونه د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي، د عایداتي فرصتونو په پراختیا او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول لري. 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کلیوالو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د خوړو د خوندیتوب د ښه والي او د کورنیو د عایداتي سرچینو د پراختیا په موخه، د همکارو ملي او نړۍوالو مؤسسو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چرګانو روزنې او کوچنیو عایداتي پروژو د پلي کولو لړۍ روانه ساتلې، ترڅو بېوزله او اړمنې کورنۍ پر ځان بسیا او اقتصادي وضعیت یې ښه شي

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS