بلخ کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي درېیم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
Sun, Jul 12 2026 9:47 AM
سومین نمایشگاه ملی و بین‌المللی مولانا جلال‌الدین محمد بلخی در بلخ افتتاح شد

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د صنعت ځانګړې اوونۍ په مناسبت، په مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي درېیم ملي او نړۍوال درې ورځنی نندارتون جوړ او د بلخ سیمهییزو چارواکو او پانګوالو په حضور کې پرانېستل شو.
دغه نندارتون، چې د خصوصي سکټور له لوري جوړ شوی مسوولین وایي، د کورنیو تولیداتو او له پانګونې څخه د ملاتړ په موخه، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لسګونه صنعتکارانو او تولیدوونکو په ۱۷۰ غرفو کې خپل بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د یاد نندارتون جوړوونکي، وایي، په دغه نندارتون کې لاسي صنایع، لبنیات، غالۍ، بېلابېل ډوله وچه مېوه او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي. دوی زیاته کړه: « په مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي درېیم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېستل شو، چې په دغه درې ورځني نندارتون کې ۱۷۰ غرفې دي. په دې نندارتون کې ۱۵۰ غرفي د نارینه سوداګرو او ۲۰ غرفې د ښځو دي. په دې نندارتون کې وچه مېوه، غالۍ، جامې، ټغر، خوراکي توکي او نور بېلابېل ډوله توکي په غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.»
د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ ځایي مسوولینو وویل، د داسې نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د ودې، د پانګونې د هڅونې او د افغان محصولاتو د بازار موندنې لپاره اغېزمن تمامېږي.
دوی د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل، چې د افغان تولیداتو لپاره له هېواده بهر د بازار موندنې په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو کورني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته هم لار ومومي.
د بلخ مرستیال والي، مولوي نورالهادي ابو ادریس وویل: «تر بل هر وخت موږ اوس دې ته اړتیا لرو، چې کورنیو تولیداتو ته وده ورکړو او ملاتړ یې وکړو. موږ د سیمه‌ییزو مسوولینو په توګه د سوداګرو ترڅنګ ولاړ یو او د ستونزو د حل برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکوو. اوس په هېواد کې د پانګونې له‌پاره ښه زمینه برابره ده او له سوداګرو غواړو، چې هېواد ته راستانه شي او په کور دننه پانګونه وکړي.»
بلخوا، یو شمېر صنعتکاران وایي، د دا ډول نندارتونونو جوړېدل، د دوی د تولیداتو د پېژندنې، د پېرېدونکو د جلب او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي.
دوی له حکومته غواړي، چې په بهرنیو هېوادونو کې هم د افغان تولیداتو د نندارتونونو زمینه برابره کړي، ترڅو کورني محصولات نړۍوالو بازارونو ته ور وپېژندل شي.
د نندارتون ګډونوال، امید کریمي او غلامحمد یې په اړه وایي:«نندارتونونه د صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې برخه کې زیات ارزښت لري، چې وخت پر وخت باید په هر فصل کې جوړ شي. موږ له حکومته او اړوندو مسوولینو غواړو، چې دغه ډول نندارتونونه دې په نورو ولایتونو او بهر کې هم جوړ کړي؛ ترڅو وطني تولیدات  خلکو ته معرفي شي.»
د چارواکو په خبره دغه ډول نندارتونونه د خصوصي او دولتي سکټور په سوداګرۍ او پانګونې خورا ډېرې اغېزې لري. خلک له کورنيو تولیداتو او محصولاتو سره اشنایي پیدا کوي او تولیداتو ته د خرڅلاو تبلیغات کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د نارینه وو ترڅنګ، ښځینه متشبثو هم ګډون کړی او ټاکل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS