د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

mail-admin
Sat, Jul 11 2026 3:53 PM
د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د روغتیا د خوندي کولو په موخه ۱۱۲ زره ډوزه د «پي‌پيار» ناروغۍ ضد واکسین سپارل شوي، چې ډېر ژر به د ولایت په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو پر اړوندو څارویو تطبیق شي.
د یاد ریاست د مسؤولینو په وینا، دغه واکسین د کوچنیو ژویو د طاعون «پي‌پيار»  ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره ځانګړی شوی او د کمپاین له لارې به زرګونه میږې او وزې تر پوښښ لاندې راشي.
د کرنې ریاست وایي، د دې واکسین د تطبیق اساسي موخه د میږو او وزو د روغتیايي وضعیت ښه کول، د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د تلفاتو کمول او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو راټیټول دي.
د یادونې وړ ده، چې د«پي‌پيار» ناروغي د کوچنیو ژویو له خورا خطرناکو ساري ناروغیو څخه ده او واکسین کول یې د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه او باوري لاره ګڼل کېږي. د همدې موخې لپاره د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له ټولو مالدارانو غوښتنه کړې، چې د واکسین د تطبیق له ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي، څو د څارویو د روغتیا ساتنې او د مالدارۍ د ودې لپاره ټاکل شوي اهداف په بریالیتوب سره ترلاسه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS