د کندهار په ۱۶ ولسوالیو او ښار کې له ۶۱۰ زره څخه ډېر کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

mail-admin
Sat, Jul 11 2026 10:26 AM
د کندهار په ۱۶ ولسوالیو او ښار کې له ۶۱۰ زره څخه ډېر کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کوچنیو څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ د ودې په موخه، د کندهار ښار او ۱۶ ولسوالیو کې د داخلي او خارجي پرازیټونو د مخنیوي پراخ کمپاین بشپړ کړ، چې په ترڅ کې یې ۶۱۰ زره او ۸۰۰ کوچني څاروي درمل شول.
دغه کمپاین د دوو میاشتو په موده کې د کندهار ښار ترڅنګ په غورک، لوړ میوند، کښته میوند، لوړ شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ، خاکریز، سپین بولدک، دامان، ډنډ، ژړۍ، پنجوایي، ارغنداب، معروف، ریګستان، ارغستان او ښورابک ولسوالیو کې ترسره شو، چې په هره ولسوالی کې د ټاکل شوې شمېرې له مخې کوچني څاروي د داخلي او خارجي پرازیټونو پر ضد درمل شول.
د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلین وایي، د دې کمپاین اساسي موخه په څارویو کې د داخلي او خارجي پرازیټونو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوی، د څارویو د روغتیا د ساتنې لپاره د وقایوي تدابیرو پلي کول، د تولیداتو لوړول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ دی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې ۴۵۰۰ مالدارۍ فارمونه درمل‌پاشي کړل او نږدې ۱۰۰ زره لوی او کوچني څاروي یې د کانګو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړل، ترڅو د څارویو د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي او پر وخت وقایوي تدابیر عملي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS