د افغانستان د کرنې وزیر د هند د خوړو د پروسس صنایعو له وزیر سره وکتل

mail-admin
Thu, Jul 09 2026 8:49 PM
دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر صنایع پروسس مواد غذایی هند

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د دغه هېواد د خوړو د پروسس صنایعو له وزیر، شیري چیراګ پاسوان، سره وکتل او د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې، دواړو لورو د کرنیزو محصولاتو لپاره د ارزښت‌لوړونې، د خوړو د پروسس د بنسټیزو تاسیساتو د پراختیا، د ټکنالوژۍ د لېږد، د ظرفیت لوړونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، دواړو خواوو د خوراکي خوندیتوب د تأمین، د خلکو د ژوند د کچې د ښه والي او د افغانستان او هند ترمنځ د متقابلو ګټورو اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS