د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

mail-admin
Wed, Jul 08 2026 8:21 PM
برنامه آگاهی‌دهی از قانون جلوگیری از قاچاق غذا، دوا و محصولات صحی برگزار شد

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د اغېزمن تطبیق په موخه د عامه پوهاوي پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، مالیې او عامې روغتیا وزارتونو د مسؤلینو، پانګه‌والو او د خوړو، درملو، حیواني او کرنیزو محصولاتو په برخو کې د فعالو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شو.
دغه پروګرام د «د خوړو، حیواني او کرنیزو درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون اغېزمن تطبیق» تر سرلیک لاندې په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړ شوی و. د پروګرام موخه د یاد قانون د احکامو په اړه عامه پوهاوی، د معیاري خوړو او درملو له عرضې څخه ملاتړ او د بې‌کیفیته او غیرقانوني محصولاتو د وارداتو او عرضې مخنیوی و.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په دې پروګرام کې وویل، د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د سوداګرو، پانګه‌والو او هېوادوالو د ملاتړ په موخه تدوین شوی، ترڅو محصولات په منظم، قانوني او معیاري ډول بازار ته وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړه، قاچاق یو ناسم عمل دی چې د هېواد اقتصاد، د سوداګرو پانګه او د خلکو روغتیا ته زیان رسوي. هغه ټینګار وکړ چې د کرنې وزارت هڅه کوي د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د هغوی له قانوني فعالیتونو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي.
په دې پروګرام کې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې مسؤلین، د کرنې او مالدارۍ خونې استازي، د وترنري او کرنیزو درملو د واردوونکو شرکتونو ټولنې، د هګیو د واردوونکو شرکتونو ټولنې او د وترنرانو ټولنې استازو هم ګډون کړی و.
ګډونوالو د یاد قانون پر اغېزمن تطبیق ټینګار وکړ او له سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل، چې د خلکو د روغتیا د خوندیتوب او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه معیاري او باکیفیته خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات تولید او وارد کړي.
د یادونې وړ ده، چې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په ۳۴ مادو کې ترتیب شوی او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی دی. د دغه قانون اساسي موخه د قاچاق مخنیوی، د معیاري محصولاتو عرضه او د خلکو د خوړو او روغتیا خوندیتوب تأمینول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS