د ننګرهار وادي کرنيزامارتي شرکت او سرې مياشتې ترمنځ د بې‌سرپرسته هېوادوالو لپاره د دارالمجانين د جوړېدو پر پروژې همغږي وشوه

mail-admin
Wed, Jul 08 2026 9:10 AM
د ننګرهار وادي کرنيزامارتي شرکت او سرې مياشتې ترمنځ د بې‌سرپرسته هېوادوالو لپاره د دارالمجانين د جوړېدو پر پروژې همغږي وشوه

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيزامارتي شرکت اجرائيوي رییس، سېد محمد نعيم محمدي، د خپل کار په دفتر کې د سرې مياشتې د ختیځ زون د همغږۍ له رییس مولوي قمر ګل نصرت، په ننګرهار کې د سرې مياشتې د استازولۍ له رییس فضل الرحمن فياض او د ختیځ زون له مرستيال مفتي عبدالله عزام سره وکتل.
په دې ناسته کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د عملي کېدو په موخه د ننګرهار د دهډې فارم د دویم بلاک په ۱۶مه نمره کې پر پنځه جريبه ځمکه د بې‌سرپرسته هېوادوالو لپاره د دارالمجانين د جوړېدو او د يادې ځمکې د انتقال د قانوني پروسې په اړه هر اړخيز بحث وشو او د چارو د چټک پرمختګ لپاره لازمې همغږۍ ترسره شوې.
د غونډې ګډونوالو د دې ټولګټې پروژې پر ارزښت ټينګار وکړ او ويې ويل، اړوندې ادارې به د قانوني مراحلو د بشپړېدو او د پروژې د عملي کېدو لپاره خپلمنځي همکاري او همغږي لا پياوړې کړي، څو د بې‌سرپرسته هېوادوالو لپاره د مناسب خدمت وړاندې کولو زمينه برابره شي.
په دې غونډه کې د ننګرهار وادي کرنيزامارتي شرکت د ودانۍ آمر مولوي روح الله روحاني، د املاکو آمر کامران تره‌کی، د دفتر آمر قاري احسان الله ذهان او د ځمکو د قراردادونو لوی مدير ذاکر الله شېرزاد هم ګډون درلود.


هماهنگی میان شرکت امارتی زراعتی دره ننگرهار و جمعیت هلال احمر برای اجرای پروژه اعمار دارالمجانین ویژه افراد بی‌سرپرست
۱۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
سید محمد نعیم محمدی، رئیس اجرائیوی شرکت امارتی زراعتی دره ننگرهار، در دفتر کارش با مولوی قمرگل نصرت، رئیس هماهنگی زون شرق جمعیت هلال احمر، فضل‌الرحمن فیاض، رئیس نمایندگی جمعیت هلال احمر در ولایت ننگرهار، و مفتی عبدالله عزام، معاون زون شرق، دیدار و گفتگو کرد.
در این نشست، به‌منظور اجرای حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، پیرامون اعمار دارالمجانین برای افراد بی‌سرپرست در پنج جریب زمین واقع در نمره شانزدهم بلاک دوم فارم دهده ولایت ننگرهار و همچنان روند قانونی انتقال این زمین، بحث همه‌جانبه صورت گرفت و برای تسریع پیشبرد امور، هماهنگی‌های لازم انجام شد.
اشتراک‌کنندگان نشست بر اهمیت این پروژه عام‌المنفعه تأکید کرده و اظهار داشتند که ادارات مربوط، همکاری و هماهنگی متقابل خود را برای تکمیل مراحل قانونی و تطبیق این پروژه بیش از پیش تقویت خواهند کرد تا زمینه ارائه خدمات مناسب به افراد بی‌سرپرست فراهم شود.
در این نشست، مولوی روح‌الله روحانی، آمر تعمیرات شرکت امارتی زراعتی دره ننگرهار، کامران تره‌کی، آمر املاک، قاری احسان‌الله ذهان، آمر دفتر، و ذاکرالله شیرزاد، مدیر عمومی قراردادهای اراضی این شرکت نیز حضور داشتند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS