ننګرهار کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Wed, Jul 08 2026 8:29 AM
ننګرهار کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کورډیډ مؤسسې په مالي ملاتړ او د افغانستان د کلیو د بیاودانولو مؤسسې«اراراې‌اې‌» په تخنیکي همکارۍ، د ننګرهار ولایت د نازیان او کوټ ولسوالیو ۱۰۰ بزګرانو ته د هایبرایډ جوارو تخم او کیمیاوي سرو وېش ترسره شو.
د یادې مرستې په لړ کې هر بزګر ته د یو جریب ځمکي لپاره  ۷ زره دانې د جوارو هایبرېډ اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ووېشل شوه. همدارنګه هر بزګر ته د کرنیزو وسایلو یوه ټولګه، چې بېلچه، لور، کوداله او پنجه پکې شامل وو، هم ورکړل شوه.
دد یادونې وړ ده، چې د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش د بزګرانو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د دغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شويو تخمونو ترویج، د کرنیز تولید زیاتوالی، د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.


توزیع تخم‌های اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای شماری از دهقانان در ننگرهار
۱۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با حمایت مالی مؤسسه کوردید و همکاری تخنیکی مؤسسه بازسازی و انکشاف روستاهای افغانستان (ارارا‌اې‌اې)، برای ۱۰۰ تن از دهقانان ولسوالی‌های نازیان و کوت ولایت ننگرهار، تخم‌های اصلاح‌شده هایبراید جواری و کودهای کیمیاوی توزیع شد.
در جریان این کمک‌ها، برای هر دهقان به منظور کشت یک جریب زمین، ۷ هزار دانه تخم اصلاح‌شده هایبراید جواری، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع گردید. همچنان، برای هر دهقان یک بسته وسایل زراعتی شامل بیلچه، داس، کلنگ و پنجه نیز توزیع شد.
قابل یادآوری است که توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی، گام مهمی در راستای افزایش ظرفیت تولیدی دهقانان و تقویت مصونیت غذایی به شمار می‌رود.
هدف از این کمک‌ها، حمایت از دهقانان، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده، افزایش تولیدات زراعتی، تقویت وضعیت اقتصادی دهقانان و بهبود مصونیت غذایی عنوان شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS