د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په دویم فارم کې پر ۶۳۴ جریبه ځمکه د مۍ کښت ترسره شو

mail-admin
Tue, Jul 07 2026 10:19 AM
44

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، د یاد شرکت په دویم فارم کې، چې له مهمو او ارزښتناکو فارمونو څخه شمېرل کېږي، د روان کرنیز کال لپاره پر ۶۳۴ جریبه ځمکه د مۍ (ماش) دولتي کښت ترسره شوی دی.
د مسؤلینو په وینا، د سیمې د مناسبو اقلیمي شرایطو، پر وخت کرنیزو خدمتونو او اغېزمنې پالنې له امله تمه کېږي، چې له یاد کښت څخه به ښه او د پام وړ حاصل ترلاسه شي.
دوی زیاته کړه، مۍ (ماش) د لوړ اقتصادي ارزښت لرونکي کرنیز محصول ترڅنګ د خاورې د حاصلخېزۍ په لوړولو کې هم مهم رول لري، ځکه د نایتروجن د تثبیت له لارې د ځمکې کیفیت ښه کوي او په همدې توګه د کروندګرو د عوایدو په زیاتوالي کې هم د پام وړ اغېز لري.
د معلوماتو له مخې، د مۍ (ماش) د حاصل له راټولولو وروسته پاتې بوټي او پاڼې د څارویو لپاره لوړ کیفیت لرونکي، پروټیني بډایه او مغذي علوفه برابروي، چې د څارویو د سالمې روزنې، تغذیې او تولیداتو د ودې لپاره مهم ارزښت لري.
د کرنې سکټور مسؤلین باور لري، د مۍ (ماش) په څېر د اقتصادي او خاوره‌ساتونکو نباتاتو د کرکېلې پراختیا نه یوازې د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي کې مرسته کوي، بلکې د قدرتي سرچینو د ساتنې، د خاورې د حاصلخېزۍ د پیاوړتیا او د هېواد د خوړو او مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره هم اغېزمن ګام بلل کېږي.


در فارم دوم شرکت زراعتی وادی ننگرهار، کشت ماش در ۶۳۴ جریب زمین انجام شد
۱۶ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
مسئولان شرکت زراعتی وادی ننگرهار می‌گویند، در فارم دوم این شرکت که از جمله فارم‌های مهم و باارزش به‌شمار می‌رود، برای سال زراعتی جاری، کشت دولتی ماش در ۶۳۴ جریب زمین انجام شده است.
به گفته مسئولان، به دلیل شرایط مناسب اقلیمی منطقه، ارائه خدمات زراعتی به‌موقع و مراقبت مؤثر از کشت، انتظار می‌رود از این محصول، حاصل خوب و قابل توجهی به‌دست آید.
آنان افزودند، ماش افزون بر این‌که از محصولات زراعتی با ارزش اقتصادی بالا است، در افزایش حاصل‌خیزی خاک نیز نقش مهمی دارد؛ زیرا از طریق تثبیت نایتروجن، کیفیت خاک را بهبود می‌بخشد و به همین ترتیب، در افزایش عواید دهقانان نیز تأثیر قابل ملاحظه‌ای دارد.
براساس معلومات، پس از برداشت محصول ماش، بقایای بوته‌ها و برگ‌های آن به‌عنوان علوفه باکیفیت، سرشار از پروتین و مغذی برای مالداری مورد استفاده قرار می‌گیرد که در پرورش سالم، تغذیه مناسب و افزایش تولیدات مالداری، ارزش مهمی دارد.
مسئولان بخش زراعت باور دارند که گسترش کشت نباتات دارای ارزش اقتصادی و حافظ حاصل‌خیزی خاک، مانند ماش، نه تنها به افزایش تولیدات زراعتی کمک می‌کند، بلکه گامی مؤثر در حفظ منابع طبیعی، تقویت حاصل‌خیزی خاک و تأمین امنیت غذایی و توسعه مالداری کشور نیز به‌شمار می‌رود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS