لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, Jul 06 2026 8:22 AM
لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰ اړمنو مالدارانو ته د څارویو د تغذیې د ښه والي په موخه د علفې میده کولو (چاپر) ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې.
د یادو مرستو د وېش لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن د لارښوونې پر بنسټ، د مالدارۍ او څارویو روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده، د اقتصاد ریاست د استازي او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې د ولایتي مسؤول انجنیر محمدجمیل خوشحال له خوا څو تنو مستحقو مالدارانو ته د مرستو په سپارلو سره په رسمي ډول پیل شوه.
د پروګرام له مخې، د مهترلام ښار ۵۰۰ مالداران په ۵۰ ګروپونو کې تنظیم شوي، چې په هر ګروپ کې ۱۰ مالداران شامل دي. هر ګروپ ته د علفې میده کولو یو (چاپر) ماشین او هر مالدار ته دوه منرالي خښتې ورکړل شوې، څو د څارویو د تغذیې کیفیت لوړ او د علفو له سرچینو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، د دغو مرستو موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د تغذیې د کیفیت ښه کول، د علفو د اغېزمنې استفادې دودول او د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا ده، ترڅو د مالدارانو تولیدات زیات او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.
دغه پروګرام د کرنې وزارت د هغو هڅو برخه ده، چې د نړۍوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ د ودې، د څارویو د تولیداتو د زیاتوالي او د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي کېږي.


توزیع ماشین‌های خردکن علوفه و خشت‌های معدنی به ۵۰۰ مالدار در لغمان
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان در هماهنگی با سازمان خواربار و زراعت ملل متحد «افا‌او» و با حمایت مالی این نهاد، و همکاری تخنیکی مؤسسه «ان‌سی‌آر‌او»، به ۵۰۰ مالدار نیازمند در شهر مهترلام به هدف بهبود تغذیه مواشی، ماشین‌های خردکن علوفه (چاپر) و خشت‌های معدنی توزیع کرد.
لویۀ توزیع این کمک‌ها بر اساس هدایت رئیس زراعت، آبیاری و مالداری لغمان مولوی سلیمان ایمن، با حضور آمر مالداری و صحت حیوانی داکتر جوادالله علیزاده، نماینده ریاست اقتصاد و مسؤول ولایتی مؤسسه «ان‌سی‌آر‌او» انجنیر محمدجمیل خوشحال، با سپردن کمک‌ها به شماری از مالداران مستحق به‌گونه رسمی آغاز گردید.
بر اساس برنامه، ۵۰۰ مالدار شهر مهترلام در ۵۰ گروپ تنظیم شده‌اند که در هر گروپ ۱۰ مالدار شامل می‌باشد. به هر گروپ یک دستگاه ماشین خردکن علوفه (چاپر) و به هر مالدار دو خشت معدنی توزیع شد تا کیفیت تغذیه مواشی بهبود یافته و استفاده مؤثر از منابع علوفه‌ای صورت گیرد.
مسؤولان ریاست زراعت لغمان می‌گویند هدف از این کمک‌ها حمایت از مالداران، بهبود کیفیت تغذیه حیوانات، ترویج استفاده مؤثر از علوفه و تقویت سکتور مالداری است تا تولیدات مالداران افزایش یافته و وضعیت اقتصادی آنان بهتر گردد.
این برنامه بخشی از تلاش‌های وزارت زراعت است که با حمایت نهادهای همکار بین‌المللی، در ولایت‌های مختلف برای رشد مالداری، افزایش تولیدات حیوانی و تقویت اقتصادی مالداران روستایی به‌گونه عملی تطبیق می‌شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS