د وټرنر ډاکټرانو روزنیز پروګرام د پرانیستې په موخه پروان ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
Wed, Jul 01 2026 9:01 AM
سفر معین زراعت و مالداری به ولایت پروان و افتتاح برنامه آموزشی داکتر وترنران

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وټرنر ډاکټرانو هغه روزنیز پروګرام پرانیست، چې د هالنډ کمېټې له لوري تنظیم شوی، او د پرانیستې په مراسمو کې یې وینا هم وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اساسي موخه د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته خدمت کول او د هغوی د اقتصادي او معیشتي وضعیت ښه کول دي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالدارۍ په برخه کې د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا هڅې په دوامداره توګه روانې دي او د دغو روزنیزو پروګرامونو فارغان باید له زده‌کړو تر بشپړولو وروسته د هېواد د مالدارانو په خدمت کې ودرېږي.
په دې پروګرام کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست، د مالدارۍ ریاست، د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د هالنډ کمېټې چارواکو هم ګډون کړی و او د وټرنر ډاکټرانو لپاره یې د عملي او نظري روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ. هغوی له ګډونوالو وغوښتل، چې له روزنیزو فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او له فراغت وروسته په خپلو اړوندو ولایتونو کې د حیواني روغتیا خدمتونه وړاندې کړي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په دې روزنیز پروګرام کې د هېواد د ۱۳ ولایتونو ۴۰ تنه وټرنر ډاکټران په عملي او نظري ډول روزل کېږي او د روزنې تر بشپړېدو وروسته به په خپلو ولایتونو کې د څارویو د درملنې او حیواني روغتیايي خدمتونو په برخه کې دندې ترسره کړي.
همداراز، په دې پروګرام کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ګډونوال حضور لري او د هالنډ کمېټې د وټرنر ډاکټرانو د روزنیز پروګرام له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۵۵۹ تنه روزلي او په اړینو وسایلو یې سمبال کړي، څو د هېواد د مالدارۍ د خدمتونو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS