ننګرهار او لغمان کې د حیواني او نباتي درملتونونو د معیاري فعالیتونو د ډاډمنولو په موخه پراخه څارنه ترسره شوه

mail-admin
Wed, Jul 01 2026 8:34 AM
ننګرهار او لغمان کې د حیواني او نباتي درملتونونو د معیاري فعالیتونو د ډاډمنولو په موخه پراخه څارنه ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د ننګرهار او لغمان ولایتونو د کرنې ریاستونو له لوري د حیواني او نباتي درملتونونو او د څارویو د درملنې د مرکزونو د قانوني او معیاري فعالیتونو د ډاډمنولو په موخه پراخه څارنیز کمپاین ترسره شو.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د کامې، کوټ او ګوشتې ولسوالیو د ترویج مدیریتونو ګډو پلاوو په یادو ولسوالیو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وکړه. د دې څارنې موخه د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلور مخنیوی، د فعالیت جوازونو ارزونه او بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري او خوندي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ترلاسه کول وو.
د څارنې پر مهال هغو درملتونونو ته چې د فعالیت قانوني جواز یې نه درلود یا یې اعتبار پای ته رسېدلی و، سپارښتنه وشوه چې ژر تر ژره خپل جوازونه ترلاسه او یا یې نوي کړي. همدارنګه، درمل پلورونکو ته لارښوونه وشوه، چې د غیرمعیاري درملو او واکسینونو له پلور، د غیرمسلکي کسانو له ګمارنې او له نافذه مقرراتو سره د مغایرو فعالیتونو څخه په کلکه ډډه وکړي.
په همدې لړ کې، د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي سلیمان ایمن، د لارښوونې پر بنسټ د کرنې ریاست ګډ پلاوي د مرکز مهترلام ښار په یو شمېر حیواني درملتونونو او د څارویو د درملنې په مرکزونو کې هم هر اړخیزه څارنه ترسره کړه.
په دغې څارنه کې د درملو کیفیت، د تاریخ تېر شويو درملو موجودیت، د حفظ الصحې وضعیت، د واکسینونو د ساتنې سړه ځنځیري سیستم ، د مسلکي وترنر ډاکټرانو شتون او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې د درملتونونو د فعالیت جوازونه په دقت وارزول شول.
د ارزونې په پایله کې هغو درملتونونو او هټیو ته چې قانوني جوازونه یې پای ته رسېدلي وو یا یې د فعالیت جواز نه درلود، سپارښتنه وشوه چې په ټاکلې موده کې خپل قانوني اسناد بشپړ او فعالیتونه د نافذه مقرراتو سره سم عیار کړي. همدارنګه، درمل پلورونکو ته خبرداری ورکړل شو چې د غیرمعیاري درملتونونو له پرانیستلو، د غیرمسلکي کسانو له ګمارنې او د بې‌کیفیته درملو او واکسینونو له پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دواړو ولایتونو د څارنیزو پروګرامونو په ترڅ کې د درملتونونو مسؤلینو ته یوه اوونۍ مهلت ورکړل شوی، ترڅو خپل فعالیتونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نافذه لایحو او مقرراتو مطابق تنظیم، معیاري او قانوني کړي. دغه څارنیز اقدامات د معیاري وترنري او نباتي خدمتونو د پراختیا، د بزګرانو او مالدارانو د حقونو د خوندي کولو او د کرنې او مالدارۍ سکټور د قانونمندۍ په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS