د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

mail-admin
Tue, Jun 30 2026 8:25 AM
وزیر زراعت با رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد در افغانستان دیدار کرد

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو لګولو، د معیشت د پراختیا او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړې. 
په دې لیدنه کې، سټیفن رودریګز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او ویې ویل، چې یاد بنسټ د بدیل معیشت او کلیوالي بیارغونې په برخو کې دوه سترې پروژې پلې کړې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د بدیل معیشت پروژې په چوکاټ کې دوه زره بزګرانو ته کیمیاوي سرې وېشل شوې، شنې خونې جوړې شوې، د کرنیزو محصولاتو لپاره سوداګریز بازارونه رامنځته شوي او د کرنې په برخه کې بېلابېل ملاتړیز پروګرامونه عملي شوي دي.
هغه همداراز څرګنده کړه، چې د کلیوالي بیارغونې د پروګرام له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۷۰ بنسټیزې پروژې، چې د اوبولګولو کانالونه، چکډېمونه او د اوبولګولو نور تاسیسات پکې شامل دي، پلې شوې دي. د نوموړي په وینا، دغو پروژو د اوبو د سرچینو د مدیریت، د کرنې د پراختیا، د کرنیزو چارو د میکانیزه کېدو او د کلیوالو کورنیو د عوایدو په زیاتوالي کې اغېزناک رول لوبولی دی.
مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د پلي شویو پروژو پر اغېزناک او مؤثر استفاده ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې وزارت د کرنې د سکټور د پیاوړتیا او د بزګرانو او مالدارانو د وضعیت د ښه والي لپاره له پراختیايي بنسټونو سره د همکاریو دوام ته ژمن دی.
د کرنې وزیر زیاته کړه، چې دغه وزارت د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو د کمولو لپاره هڅې کوي، او همدې موخې ته د رسېدو لپاره د ځینو کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د سبو، مېوو او وچو شېدو د وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي، ترڅو له کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو زمینه برابره شي. 
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» د ملګرو ملتونو له مهمو پراختیايي بنسټونو څخه دی، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په شاوخوا ۱۷۰ هېوادونو کې د دوامدارې پراختیا، د بېوزلۍ د کمولو او د خلکو د معیشت د پیاوړتیا په برخو کې فعالیت کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS