پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

mail-admin
Tue, Jun 23 2026 8:33 AM
پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د ونو د ناقانونه وهلو یوه قضیه ثبت او د قانوني اجراآتو لپاره یې اړوندو قضایي مراجعو ته وسپارله.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه د ترسره شویو څارنو پر مهال څرګنده شوه، چې د نعمت اباد ولسوالی د زمین کلي یوه اوسېدونکي شاوخوا ۷۰ دانې غټې او وړې ونې په ناقانونه ډول پرې کړې دي.
چارواکي وایي، د قضیې له ثبت وروسته د قانوني تعقیب او لازم اجراآتو په موخه ټول اسناد او شواهد د نافذه قوانینو او اصولو له مخې اړوندو قضایي ارګانونو ته سپارل شوي، ترڅو د موضوع په اړه لازمې پرېکړې وشي.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د ځنګلونو او قدرتي سرچینو ساتنه د دې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او د طبیعي شتمنیو پر وړاندې هر ډول ناقانونه فعالیت به په جدي ډول تعقیب شي.
د یادونې وړ ده، چې ځنګلونه د چاپېریال ساتنې، د خاورې د تخریب مخنیوي، د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو په برخه کې مهم رول لري. له همدې امله د پکتیکا د کرنې ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د قدرتي شتمنیو په ساتنه کې له مسؤلو ادارو سره همکاري وکړي او د ونو له ناقانونه وهلو او نورو زیان رسوونکو کړنو څخه ډډه وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS