ننګرهار کې د نويو عایداتي سرچینو د موندلو او ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
Tue, Jun 23 2026 8:20 AM
ننګرهار کې د نويو عایداتي سرچینو د موندلو او ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د عوایدو د زیاتوالي، نويو عایداتي سرچینو د موندلو او د ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په موخه مهمه ناسته ترسره شوه. دغه ناسته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د مستوفیت ریاست د غیر مالیاتي عوایدو امر مولوي سردار ولي اخندزاده ترمنځ د ننګرهار دکرنې رییس په کاري دفتر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د هغو نويو عایداتي منابعو د پېژندنې او فعالولو په اړه بحث وشو چې کولای شي د ولایت د عوایدو په لوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي. همدارنګه د پخوانیو عایداتي سرچینو د ارزونې، د هغوی د فعالیتونو د بیا احیا او د عوایدو د راټولولو د بهیر د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشوې.
د مستوفیت ریاست د غیر مالیاتي عوایدو امر مولوي سردار ولي اخندزاده وویل، د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي تګلاره پر داخلي عایداتي سرچینو ولاړه ده او اړینه ده، چې ټولې ادارې د عوایدو د زیاتوالي لپاره په ګډه کار وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د مستوفیت ریاست هڅه کوي د بېلابېلو ادارو په همغږۍ هغه نوي فرصتونه او سرچینې په نښه کړي چې له لارې یې د امارت عواید زیاتېدلی شي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې هغه پخوانۍ عایداتي سرچینې، چې په تېرو کلونو کې ترې عواید ترلاسه کېدل، باید له سره وارزول شي او د اړتیا په صورت کې بېرته فعاله شي. نوموړي د مقروضیتونو د راټولولو او د اجارو د عوایدو د شفاف مدیریت او ټولولو پر اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل چې روڼتیا د عوایدو د اغېزمن مدیریت بنسټ جوړوي.
بل لور ته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د مستوفیت ریاست دغه ډول ناستې د ادارو ترمنځ د غوره همغږۍ، د عوایدو د منظم راټولولو او د شفافیت د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې. هغه څرګنده کړه، چې د ادارو ترمنځ همغږي نه یوازې د عوایدو په زیاتوالي کې مرسته کوي، بلکې د امارتي چارو د لا ښه تنظیم سبب هم ګرځي.
نوموړي د کرنې ریاست په استازیتوب د مستوفیت ریاست له مسؤلینو سره د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د عوایدو د راټولولو، د نويو سرچینو د موندلو او د شفافیت د ټینګښت په برخه کې به له اړوندو ادارو سره نږدې همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي ځان بسیاینې د پالیسۍ له مخې، په وروستیو کلونو کې د داخلي عوایدو د زیاتوالي، د مالي شفافیت د پیاوړتیا او د امارتي عایداتي سرچینو د اغېزمن مدیریت لپاره هڅې چټکې شوې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS