کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

mail-admin
Tue, Jun 23 2026 8:20 AM
کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج آمریت له لوري ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو د جوړولو په‌پاراصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
د یاد پروګرام له مخې، ۲۵ بزګرانو ته د جوارو او ۱۵ بزګرانو ته د لوبیا د ننداریزو کروندو د کرلو لپاره اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول. په دې لړۍ کې هر بزګر ته ۸ کیلوګرامه د جوارو او ۲۰ کیلوګرامه د لوبیا اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
د تخمونو د وېش لړۍ د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ چارسمبال محمدالله فاروقي په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د ننداریزو کروندو له لارې به بزګران د نوې ټکنالوژۍ، اصلاح شویو تخمونو او معیاري کرنیزو میتودونو عملي تجربه ترلاسه کړي، چې پایله به یې د جوارو او لوبیا د حاصلاتو زیاتوالی او د سیمې د کرنیزو تولیداتو وده وي.
هغه زیاته کړه، یادې کروندې به د نورو بزګرانو لپاره هم د عملي زده‌کړو ښه بېلګې وي او د عصري کرنې د دودولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
همدارنګه د کرنې ریاست تخنیکي سلاکارانو بزګرانو ته د کتاري کرنې د ارزښت او ګټو په اړه مسلکي معلومات وړاندې کړل او هغوی یې وهڅول، چې د عصري کرنې طریقې خپلې کړي. دوی له بزګرانو وغوښتل، چې ورکړل شوي اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنې ریاست د مسلکي ټیم د لارښوونو او سپارښتنو سره سم په خپلو کروندو کې وکاروي، ترڅو غوره پایلې ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام په راتلونکو پړاوونو کې به ګډونوالو بزګرانو ته د سپېنې او تورې  کیمیاوي سرې سربېره د کرنیزو فعالیتونو د ملاتړ په موخه هر بزګر ته ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شي. د دې پروګرام موخه د جوارو او لوبیا د حاصلاتو لوړول، د اصلاح شویو تخمونو ترویج او د عصري کرنیزو تخنیکونو عملي معرفي کول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS