کونړ کې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاين پيل شو

mail-admin
Mon, Jun 22 2026 10:12 AM
کونړ کې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاين پيل شو

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدماتو او څارویو د روغتیا آمریت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین پراخ کمپاين د ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې په رسمي ډول پيل شو.
دغه کمپاين د مالدارانو د ملاتړ، د څارویو د روغتیا د خونديتوب او د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د خصوصي سکتور د حیواني کلینیکونو د وټرنر ډاکټرانو له خوا د کونړ ولایت په مرکز او د اسعداباد، پېچ دره، چپه دره، ناړۍ او شيګل ولسوالیو کې عملي کېږي.
د مسؤلینو په وینا، د کمپاين په ترڅ کې به شاوخوا ۱۳ زره دوزه د بروسلوز ناروغۍ ضد واکسین پر هغو څارویو پلي شي، چې د واکسین شرایط پوره کوي. د دې پروګرام موخه د بروسلوز ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د روغتیا ساتنه او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول دي.
بروسلوز یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده، چې د څارویو تر څنګ انسانانو ته هم د لېږد وړ ده. له همدې امله د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کول نه یوازې د مالدارۍ سکتور د ودې او د څارویو د تولید د زیاتوالي لپاره مهم دي، بلکې د عامې روغتیا د خوندیتوب په برخه کې هم ځانګړی ارزښت لري.
د کونړ د کرنې ریاست له ټولو مالدارانو او کوچیانو څخه غوښتنه کړې، چې خپل د واکسین وړ څاروي د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي، څو د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او څاروي یې لازم معافیت ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه واکسین د خصوصي سیمه ییزو وټرنر ډاکټرانو له خوا په بشپړ ډول وړیا تطبیقېږي، چې د مالدارانو لپاره به د څارویو د روغتیا د خونديتوب او د مالدارۍ د سکتور د پیاوړتیا په برخه کې مهمه مرسته وي.


کمپاین واکسیناسیون حیوانات در برابر بیماری بروسلوز در کنر آغاز شد
۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
به هماهنگی آمریت خدمات مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر و با حمایت مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد، کمپاین گسترده واکسیناسیون حیوانات در برابر بیماری بروسلوز به‌گونه رسمی در مرکز ولایت و پنج ولسوالی این ولایت آغاز شد.
این کمپاین به‌منظور حمایت از مالداران، تأمین صحت حیوانات و جلوگیری از شیوع امراض ساری، توسط داکتران وترنر کلینیک‌های حیوانی سکتور خصوصی در مرکز ولایت کنر و ولسوالی‌های اسعدآباد، پیچ‌دره، چپه‌دره، ناړۍ و شیگل تطبیق می‌شود.
به گفته مسئولان، در جریان این کمپاین حدود ۱۳ هزار دوز واکسین ضد بیماری بروسلوز بر حیواناتی که شرایط دریافت واکسین را دارا باشند، تطبیق خواهد شد. هدف این برنامه جلوگیری از گسترش بیماری بروسلوز، حفظ سلامت حیوانات و کاهش خسارات اقتصادی مالداران عنوان شده است.
بروسلوز یک بیماری خطرناک و ساری است که علاوه بر حیوانات، قابلیت انتقال به انسان‌ها را نیز دارد. از همین‌رو، واکسیناسیون در برابر این بیماری نه تنها برای رشد سکتور مالداری و افزایش تولیدات حیوانی اهمیت دارد، بلکه در تأمین سلامت عمومی نیز از ارزش ویژه‌ای برخوردار است.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر از تمامی مالداران و کوچیان خواسته است تا حیوانات واجد شرایط خود را در برابر بیماری بروسلوز واکسین کنند تا از گسترش این بیماری جلوگیری شده و حیوانات آنان مصونیت لازم را به‌دست آورند.
گفتنی است که این واکسین به‌صورت کاملاً رایگان توسط داکتران وترنر خصوصی محلی تطبیق می‌شود که این امر، کمک مهمی در راستای حفظ سلامت حیوانات و تقویت سکتور مالداری برای مالداران به‌شمار می‌رود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS