کندهار کې د ۲۸۲ زره ډالرو په ارزښت د ستر چکډېو د جوړولو چارې روانې دي؛ ۳۶۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي

mail-admin
Mon, Jun 22 2026 9:04 AM
45454545

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ د کندهار ولایت د نېش ولسوالی د باغ آغا د تورو په سیمه کې د ۲۸۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باراني اوبو د مهار لپاره د یوه ستر چکډېم د جوړولو چارې روانې دي، چې تر دې مهاله یې د ودانیزو چارو له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه پورې برخه بشپړه شوې ده.
د یادې پروژې د چارو د کیفیت ارزونې او تخنیکي څارنې په موخه، د کندهار دکرنې ریاست د انجنیرانو له لوري د رغنیزو فعالیتونو منظمه څارنه ترسره شوه. د څارنې پر مهال اړوند قراردادي شرکت ته د چارو د لا ښه کیفیت، چټک پرمختګ او معیاري تطبیق په موخه لازمې تخنیکي سپارښتنې وړاندې شوې.
یادو انجنیرانو ټینګار وکړ چې د چکډېم ټولې برخې باید د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره سم، په لوړ کیفیت او پوره دقت جوړې شي، څو د پروژې دوام، اغېزمنتیا او ګټورتیا تضمین شي.
د دې چکډېم د جوړېدو اساسي موخې د باراني اوبو مهارول، له اوبو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د سېلابونو د زیانونو مخنیوی، د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول دي.
ټاکل شوې ده، چې دغه چکډېم د ماس کانکریټ په بڼه، په معیاري او پیاوړي جوړښت سره د نهو میاشتو په موده کې بشپړ شي. د پروژې له بشپړېدو وروسته به د ۱۵۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري او ۳۶۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي. همدارنګه به د نېش ولسوالی ۳۵۴۳ بزګران د اوبو لګولو په برخه کې له دې مهمې زیربنایي پروژې څخه مستقیمه ګټه ترلاسه کړي.
د اوبو د سرچینو مدیریت، د باراني اوبو مهار او د وچکالۍ د اغېزو کمول د افغانستان د کرنې سکټور له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. په همدې موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نړۍوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو زېرمه کولو او مهارولو پروژې پلي کوي، څو د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي زمینه برابره شي.


کار ساخت یک چکدم بزرگ به ارزش ۲۸۲ هزار دالر در کندهار جریان دارد؛ ۳۶۰ هکتار زمین زراعتی را آبیاری خواهد کرد
۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و با حمایت مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد، کار ساخت یک چکدم بزرگ به ارزش ۲۸۲ هزار دالر امریکایی به‌منظور مهار آب‌های بارانی در منطقه تورو باغ‌آغا ولسوالی نېش ولایت کندهار جریان دارد که تاکنون بین ۱۰ تا ۱۵ درصد کارهای ساختمانی آن تکمیل شده است.
به‌منظور ارزیابی کیفیت کارها و نظارت تخنیکی از این پروژه، انجنیران ریاست زراعت ولایت کندهار به‌گونه منظم از فعالیت‌های ساختمانی آن نظارت کردند. در جریان این نظارت، به شرکت قراردادی مربوطه به‌منظور بهبود کیفیت کارها، تسریع روند پیشرفت و تطبیق معیاری پروژه، رهنمودها و سفارش‌های تخنیکی لازم ارائه شد.
این انجنیران تأکید کردند که تمامی بخش‌های این چکدم باید مطابق معیارهای تعیین‌شده تخنیکی، با کیفیت بلند و دقت کامل ساخته شود تا پایداری، مؤثریت و مفیدیت پروژه تضمین گردد.
اهداف اساسی ساخت این چکدم عبارت‌اند از مهار آب‌های بارانی، استفاده مؤثر از منابع آبی، حمایت اقتصادی از دهاقین، جلوگیری از خسارات ناشی از سیلاب‌ها، مقابله با خشک‌سالی و تغییرات اقلیمی و بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی.
قرار است این چکدم به شکل کانکریت حجیم (Mass Concrete)، با ساختاری معیاری و مستحکم، در مدت نُه ماه تکمیل شود. پس از تکمیل پروژه، این چکدم ظرفیت ذخیره‌سازی ۱۵۰ هزار متر مکعب آب را خواهد داشت و ۳۶۰ هکتار زمین زراعتی را آبیاری خواهد کرد. همچنان ۳۵۴۳ تن از دهاقین ولسوالی نېش به‌گونه مستقیم از این پروژه مهم زیربنایی در بخش آبیاری مستفید خواهند شد.
مدیریت منابع آبی، مهار آب‌های بارانی و کاهش اثرات خشک‌سالی از مهم‌ترین نیازهای سکتور زراعت افغانستان به‌شمار می‌رود. از همین‌رو، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حمایت نهادهای بین‌المللی همکار، پروژه‌های ذخیره و مهار آب را در ولایت‌های مختلف کشور تطبیق می‌کند تا زمینه افزایش تولیدات زراعتی، تقویت آب‌های زیرزمینی و بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین فراهم گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS