ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Sat, Jun 20 2026 12:58 PM
ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود، بټي‌کوټ، مومندرې او کوټ ولسوالیو کې له ۳۲۰ بزګرانو سره د سویابینو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته ترسره شوه.
د یادې مرستې په لړ کې هر بزګر ته د نیم جریب ځمکې د کرکېلې لپاره شپږ کیلوګرامه د سویابینو اصلاح شوي تخم، درې کیلوګرامه سپینه سره او نهه کیلوګرامه توره سره ووېشل شول، څو بزګران وکولای شي د سویابینو حاصلات زیات او د کرنیزو ځمکو تولیدي وړتیا لوړه کړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، د تخمونو او سرو د وېش ترڅنګ بزګرانو ته د سویابینو د کرلو او پالنې اړوند یو ورځنی روزنیز پروګرام هم وړاندې کېږي، چې پکې د کښت طریقې، نرمکاري، د هرزه وښو کنټرول، اوبو لګولو، د ناروغیو مخنیوي او د سویابینو د غذایي ارزښت په اړه عملي او نظري معلومات ورکول کېږي.
د مسؤلینو په وینا، د دې پروګرام موخه د سویابینو د غذایي ارزښت له مخې د دې نبات د کښت پراختیا، د پروسس او تولیدي فابریکو لپاره د خامو موادو برابرول او په ټولنه کې د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا ده. همدارنګه دا نوښت د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د کچې په راکمولو او د متوازنې تغذیې په دودولو کې مهم رول لوبوي.
سویابین د پروټین او نورو مهمو غذایي موادو بډایه سرچینه ګڼل کېږي او د کرنې سکتور کارپوهان باور لري، چې د دې نبات د کښت پراختیا به نه یوازې د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي، بلکې د هېواد د خوراکي توکو د تولید او تغذیې په برخه کې به هم مثبت اغېز ولري.

در ننگرهار تخم‌های اصلاح‌شده سویابین و کودهای کیمیاوی برای ۳۲۰ دهقان توزیع شد
۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و با حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه جهانی آموزش و تغذیه، برای ۳۲۰ تن از دهقانان ولسوالی‌های بهسود، بتی‌کوت، مومندره و کوت این ولایت، تخم‌های اصلاح‌شده سویابین و کودهای کیمیاوی توزیع گردید.
در جریان این کمک، برای هر دهقان به‌منظور کشت نیم جریب زمین، شش کیلوگرام تخم اصلاح‌شده سویابین، سه کیلوگرام کود سفید و نه کیلوگرام کود سیاه توزیع شد تا دهقانان بتوانند حاصلات سویابین را افزایش داده و ظرفیت تولیدی زمین‌های زراعتی خود را بهبود بخشند.
مسئولان ریاست زراعت ننگرهار می‌گویند که افزون بر توزیع تخم و کود، برای دهقانان یک برنامه آموزشی یک‌روزه نیز در زمینه کشت و پرورش سویابین برگزار می‌شود. در این برنامه، معلومات عملی و نظری درباره روش‌های کشت، نرم‌کاری، کنترول گیاهان هرزه، آبیاری، جلوگیری از امراض و ارزش غذایی سویابین ارائه می‌گردد.
به گفته مسئولان، هدف این برنامه توسعه کشت سویابین با توجه به ارزش غذایی بلند آن، فراهم‌سازی مواد خام برای کارخانه‌های تولید و پروسس، و تقویت مصونیت غذایی در جامعه است. همچنان این ابتکار می‌تواند در کاهش میزان سوءتغذیه در میان کودکان و ترویج فرهنگ تغذیه متوازن نقش مهمی ایفا کند.
سویابین منبع غنی پروتین و سایر مواد غذایی ضروری به شمار می‌رود و کارشناسان بخش زراعت باور دارند که گسترش کشت این نبات نه تنها وضعیت اقتصادی دهقانان را بهبود خواهد بخشید، بلکه در افزایش تولید مواد غذایی و ارتقای سطح تغذیه در کشور نیز تأثیر مثبت خواهد داشت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS