د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

mail-admin
Thu, Jun 18 2026 11:49 AM
د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې مولوي نورالدین عمیر د پراختیایي پروژو د پلي کېدو د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او له ټولو هغو ریاستونو څخه یې چې ځانګړې بودیجه لري وغوښتل، څو خپل کاري پلانونه له مالي ریاست سره شریک کړي او پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکی وایي، چې په ۱۴۰۵ مالي کال کې به د دغه وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ۲۵ پراختیایي پروژې پلي شي. دغه پروژې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، بڼوالۍ او کرنیزو زېربناوو د پراختیا بېلابېلې برخې رانغاړي.
د مالدارۍ او حیواني روغتیا ملي پراختیایي پروګرام، د بڼوالۍ ملي پروګرام، د کرنیزو محصولاتو د پانګونې او بازارموندنې پراختیا، د چرګانو، کبانو او اقتصادي حشراتو د صنعت پراختیا، د اوبولګولو د تاسیساتو جوړول او بیارغونه، او همدارنګه د کرنیزو ماشینونو ترمیم او پېرودل هغه مهمې پروژې دي، چې د روان کال په ترڅ کې به عملي شي.
همدارنګه، د ځنګلونو د بیا رغونې او ساتنې، د څړځایونو د تنظیم، د خاورې د معلوماتي سیستم د مطالعې، د زهکښ شبکو د جوړولو، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د برابرولو، د کوکنارو د بدیل کښت د حمایوي کڅوړو د وېش، د شېدو ورکوونکو غواوو د معیاري فارمونو د جوړولو، د حیواني کلینیکونو د فعالولو، د څاڅکي اوبولګولو سیستم د معرفي کولو، د وټرنرۍ روغتیا د تصدیق ډیجیټلي سیستم د رامنځته کولو، د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق لابراتوارونو د تجهیز او د کرنیزې راډیو د جوړولو پروژې هم د کرنې وزارت د روان کال له مهمو پراختیایي پروګرامونو څخه شمېرل کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغو پروژو له پلي کېدو څخه موخه د کرنې او مالدارۍ سکټور پراختیا، د تولیداتو زیاتوالی، د تخنیکي خدمتونو ښه والی او په هېواد کې د کرنیزو زېربناوو پیاوړتیا ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS