د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

mail-admin
Wed, Jun 17 2026 3:30 PM
د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار په لعلپورې ولسوالی  کې۱۰۰ بې وزله کورنیو لاسنیوي او کوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې ددې پروسې په ترڅ کې ددې ولسوالی ١٠٠ بې وزله او معیوبو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
ښاغلي محمد وویل؛ هرې کورنۍ ته ١٢ زره او درې سوه پینځه شپیته افغانۍ ورکړل شوي.
دبشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» د کرنې برخې مسؤل انجنیر هدایت الله ثنایي وویل، چې یادو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش موخه د بې وزله کورنیو لاسنیوي او د کوچنیو کاروبارونو پیلول او تمویل دي، ترڅو وکولې شي په راتلوونکي کې د خپلې کورنۍ لپاره د حلالې نفقي پیداکولو لامل وګرځي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې په اچین او سپین غر ولسوالیو کې هم ١٤٧ ناچاره کورنیو ته نغدي مرسته وېشل شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS