میدان وردګ کې د څارویو او چرګانو د خوراکي توکو مرکز پرانیستل شوه
۲۲ سلواغه ۱۳۹۸
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د هالنډ هېواد په تخنیکي همکاریو ددې ولایت مالدارانو او چرګانو روزونکو ته د اسانتیاو برابرولو په پار په دې ولایت کې د څارویو او چرګانو د خوراکي توکو د پروسس اوتولید مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمد تسل وایي، چې د څارویو او چرګانو د خوراکي توکو د پروسس اوتولید یاد مرکز د شېدو غواوو او هګیو چرګانو لپاره معیاري خوراکي توکي تولیدوي، چې ورسره به د مالدارانو او چرګانو روزونکو اړتیاوې پوره او اقتصادي ودې ته به یې زمینه برابره شي.
د څارویو او چرګانو د خوراکي توکو د پروسس اوتولید یاد مرکز په ورځ کې نږدې اته مټریک ټنه مواد تولیدوي.
ددې مرکز د تولید شوي خوراکي توکو یو ۲۰ کیلو یې بوجۍ له ۵۸۰ تر ۶۰۰ افغانیو خرڅیږي، چې د څارویو او چرګانو د ودې لپاره مناسب خوراکي توکي دي.
د میدان وردګ د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.