نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

mail-admin
Wed, Jun 17 2026 9:01 AM
نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو او یتیمانو ته محلي وزې ووېشل شوې.
په دې پروګرام کې ټولټال ۲۲ رأسه محلي وزې او ګډان شامل وو، چې هرې مستحقې مېرمنې ته دوه ـ دوه رأسه وزې ورکړل شوې. د مرستو د وېش بهیر د نورستان د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر بختیار سعید او د «ان‌سي‌اراو»  مؤسسې د استازو په حضور کې ترسره شو.
د نورستان د کرنې ریاست مسؤلینو وویل، چې د دې مرستندویه پروګرام موخه د بېوزلو مېرمنو، کونډو او یتیمانو اقتصادي پیاوړتیا، د بدیل معیشت برابرول او د حلال عاید سرچینو ته د هغوی لاسرسی دی، څو وکولای شي د مالدارۍ له لارې د خپلو کورنیو د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
هغوی زیاته کړه، چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د کلیوالو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې د مالدارۍ سکتور د ودې، د کورنیو عوایدو د زیاتوالي او د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل هم ګرځي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارې مؤسسې په بېلابېلو ولایتونو کې د بدیل معیشت، مالدارۍ پراختیا او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ورته پروګرامونه پلي کوي، چې موخه یې د بېوزلۍ کمول، د عایداتي سرچینو رامنځته کول او د ټولنې د زیانمنو قشرونو ملاتړ دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS