د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبولګولو پروژو د ساتنې او مدیریت په اړه روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
Thu, Jun 11 2026 10:06 AM
د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبولګولو پروژو د ساتنې او مدیریت په اړه روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د اوبولګولو پروژو د ساتنې، اغېزمنې استفادې او دوامدار مدیریت په موخه روزنیز پروګرامونه ترسره شول.
دغه روزنیز پروګرامونه د دایمیرداد ولسوالی د پاره قلعه، قل زنګي، للندر، اورمړ، پیره او سلطان‌خېلو په ګډون د یادې ولسوالی په ګڼو کلیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام» په چوکاټ کې د ډاکار مؤسسې له لوري او د ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په بشپړې همغږۍ ترسره شول.
په یادو پروګرامونو کې د هرې اوبولګولو پروژې د اته کسیزو کمېټو غړو ته یوه ورځنی مسلکي ټرېننګ وړاندې شو. د روزنې موخه د اوبولګولو پروژو د څارنه او ساتنه، اغېزمنې استفادې، منظمې څارنې او دوامدار مدیریت په اړه د ګډونوالو د پوهې او ظرفیت لوړول وو، ترڅو یادې پروژې په اوږدمهاله توګه د سیمې د بزګرانو او اوسېدونکو په ګټه خوندي او فعالې پاتې شي.
د دغو روزنیزو پروګرامونو له لارې په ټولیز ډول ۶۴ تنو ګډونوالو ته د اوبولګولو پروژو د ساتنې او مراقبت اړوند اړینې تخنیکي او عملي زده کړې ورکړل شوې. ګډونوالو د یادو روزنو هرکلی وکړ او د ورته ظرفیت لوړونکو او پراختیايي پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د معلوماتو له مخې، د ډاکار مؤسسې کارکوونکو تر دې دمه په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبولګولو پروژو د حفظ او مراقبت تر عنوان لاندې اته بېلابېلې غونډې او روزنیز پروګرامونه ترسره کړي دي، چې په هره غونډه کې اته تنه ګډونوال شامل وو او د سیمې د اوسېدونکو له لوري یې تود هرکلی شوی دی.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو د اغېزمنو او ګټورو فعالیتونو ملاتړ کوي او ډاډ ورکوي، چې د کرنیزو او اوبولګولو پروژو د بریالي تطبیق او دوام لپاره به له ټولو اړوندو بنسټونو سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
د اوبولګولو پروژو ساتنه او سمه اداره د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د کلیوالو سیمو د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري. د ظرفیت لوړونې دا ډول پروګرامونه د سیمه‌ییزو کمېټو وړتیاوې پیاوړې کوي او د پراختیایي پروژو د پایښت زمینه برابروي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS